د عدالت لپاره د انعامونو پروګرام د داعش د خراسان ډلی د مشر شهاب المهاجر په اړه د معلوماتو ورکولو لپاره تر 10 ملیون ډالرو پورې انعام وړاندیز کوي. د 2020 په جون کې، د داعش اصلي مشرتابه المهاجر، چې د ثناءالله غفاري په نوم هم پیژندل کیږي، د داعش د خراسان ډلی د مشر په توګه وټاکه، چې د متحده ایالاتو لخوا نومول شوی بهرنی ترهګریز سازمان دی. دداعش ډلی یوې اعلامیې چې د هغه د ټاکل کیدو اعلان یې کړی، المهاجريي د یو تجربه کار پوځي مشر او په کابل کې د آی.اس.اس-ک د “ښاري زمریانو” په توګه تشریح کړی چې په چریکي عملیاتو او د ځانمرګو او پیچلو بریدونو په پلانولو کې ښکیل و. په 1994 کې په افغانستان کې زیږیدلی، هغه په ټول افغانستان کې د داعش د خراسان ډلی د ټولو عملیاتو د تصویب او د عملیاتو د ترسره کولو لپاره د تمویل برابرولو مسولیت لري.