د عدالت لپاره د انعامونه پروګرام د هغو معلوماتو لپاره تر ۱۰ ملیون ډالرو پورې انعام وړاندیز کوي چې د حزب الله د مالي میکانیزمونو د ګډوډولو لامل کیږي.
نظیم سعید احمد په لبنان کې په پیسو مینځلو مشهور او د حزب الله مهم تمویل کونکی دی.
احمد د حزب الله یو له لوړ پوړو تمویلونکو څخه دی، چې د “ویني الماس”سوداګرۍ ته د هغه د اوږدې مودې اړیکو له لارې پیسې پیدا کوي. حزب الله احمد او د هغه شرکتونه د ترهګرو ډلو لپاره د پام وړ پیسو مینځلو لپاره کاروي. د ۲۰۱۶ په وروستیو کې، احمد د حزب الله یو لوی مالي تمویل کونکی وګڼل شو چې د حزب الله لپاره یې د خپلو شرکتونو له لارې پیسې مینځلې او په شخصي توګه یې د حزب الله سکرترجنرال حسن نصرالله ته پیسې برابرولې. احمد د “ویني الماس”په قاچاق کې هم لاس درلود او پخوا یې په بلجیم کې داسې کاروبارونه چلول چې حزب الله ته یې ګټه رسوله.
احمد د متحده ایالاتو د بندیزونو د اغیزو د کمولو په هڅه کې خپل ځینې شخصي پیسې په قیمتی هنری آسارو لګولی او په بیروت کې یی د پیسو مینځلو لپاره یوه هنری آسارو نندارټون هم جوړ کړی. احمد د پابلو پیکاسو او انډي وارهول د آثارو په ګډون د لسګونو ملیون ډالرو په ارزښت پراخه هنري ټولګه لري، چې ډیری یې په بیروت کې د هغه په هنری آسارو نندارټون او خیمه کې نندارې ته وړاندې شوي. احمد د لویو نغدو پیسو لیږد او غیرقانوني مالي معاملو له لارې د قانوني مالیاتو څخه د خپلو شتمنیو د ساتلو په لټه کې دی. احمد د لبنان له حکومت څخه د خپلو ناقانونه لاسته راوړنو په پټولو کې، حکومت او د لبنان خلک د اړتیا وړ مالیې عوایدو څخه بې برخې کړي پداسې حال کې چې هیواد له جدي اقتصادي ننګونو سره مخ دی.
د ۲۰۱۹ کال د دسمبر په ۱۳ مه نيټه، د متحده ایالاتو د مالیه وزارت احمد د ۱۳۲۲۴ اجرایوي فرمان سره سم د ځانګړي نومول شوي نړیوال ترهګر په توګه و نومول شو. د هغه دغه نومونه دلایل د هغه د حزب الله ملاتړ او دغی ډلی سره د هغه مادي، مالي، تخنیکي او د توکو یا خدماتو چمتو کول دی. د دې نومونه په پایله کې، د نورو پایلو تر څنګ، د احمد ټول هغه ملکیتونه او ګټې چې د متحده ایالاتو تابع دي، بندې شوي، او د متحده ایالاتو خلک په عمومي ډول له احمد سره د هر ډول راکړې ورکړې څخه منع دي. سربیره پردې، دا یو جرم دی چې حزب الله ته چې د متحده ایالاتو لخوا نومول شوي بهرني ترهګریز سازمان ګڼل کیږی، مادي ملاتړ یا سرچینې چمتو کولو کې په پوهه توګه ځوک مرسته یا د مرسته او داسی نور دسیسو هڅه وکړي.