د عدالت لپاره د انعامونو پروګرام د عبدالباسط الحاج الحسن حج حماد په اړه د معلوماتو لپاره تر 5 ملیون ډالرو پورې انعام وړاندیز کوي. عبدالباسط د 2008 کال د جنورۍ په 1 نېټه په خرطوم کې د امریکا د نړیوالې پراختیایي ادارې (USAID) د کارکوونکو جان ګرانویل او عبدالرحمن عباس رحمه په وژلو کې د یوه وسله وال په توګه د هغه د رول له کبله مطلوب و.
د سوډان یوې محکمې په 2009 کال کې عبدالباسط په قتلونو کې د لاس لرلو په تور محاکمه، محکوم او په اعدام محکوم کړ. که څه هم، عبدالباسط د 2010 کال د جون په 10، مخکې له دې چې د هغه خپل سزا ته ورسیږي له زندان څخه وتښتید. هغه تر اوسه په تېښته کې پاتې دی او ګومان کېږي چې په سومالیا کې دی.
د 2013 کال د جنورۍ په 8، د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت د 13224 اجرایوي فرمان ، د تعدیل سره سم عبدالباسط د ځانګړي نومول شوي نړیوال ترهګر په توګه ونماوه. د دې نوموني په پایله کې، د نورو پایلو په منځ کې، د عبدالباسط ټول ملکیتونه او په ملکیت کې ګټې چې د متحده ایالاتو د قضا سره مخ دي، تړل شوي، او د متحده ایالاتو خلک په عام ډول د عبدالباسط سره په هر ډول معاملو کې د ښکیلتیا څخه منع کوی.