د عدالت لپاره د انعامونه پروګرام د الشباب ترهګرې ډلې د مشر محمود عبدي عدن او بل هر هغه کس چې د کینیا په نایروبي کې د DusitD2 هوټل کمپلیکس باندې په برید کې ښکیل وه د معلوماتو لپاره تر ۱۰ ملیونو ډالرو پورې انعام وړاندیز کوي. د الشباب وسله والو چې په چاودیدونکو توکو، اتوماتیک وسلو او لاسي بمونو سمبال وو، د DusitD2 سوداګریز مرکز، د هټیو، دفترونو او یو هوټل شپږ ودانیز کمپلیکس باندې برید وکړ چې په ترڅ کې یی یو امریکایي تبعه په ګډون لږ تر لږه ۲۱ کسان ووژل شول. د الشباب ترهګر ډله چې د القاعدې ترهګریز سازمان پورې تړلې ده د خپل رسمي شهدا خبري اژانس له لارې د غه برید ټول په ژوندي بڼه خپاره کړل او یوه مطبوعاتي اعلامیه یې هم خپره کړه چې په کې یې ویلي چې دا برید د القاعدې مشر ایمن الظواهري د غوښتنې او لارښوونې سره سم ترسره شو.
محمود عبدي عدن د ۲۰۱۹ کال د جنوري د کینیا په نایروبي کې د DusitD2 هوټل کمپلیکس باندې د برید پلان کولو کې مرسته کړې وه. د ۲۰۲۲ کال د اکتوبر په ۱۷ مه، د بهرنیو چارو وزارت محمود عبدي عدن د ۱۳۲۲۴ اجرایوي حکم د تعدیل سره سم په ځانګړي ډول نومول شوي نړیوال ترهګر په توګه وه نومول شو.
الشباب په ختیځ افریقا کې د القاعدې اصلي متحد او په کینیا، سومالیا او نور ګاونډیو هیوادونو کې د ډیری ترهګریزو بریدونو مسؤل دی چې د متحده ایالاتو اتباعو په ګډون په زرګونو خلک یې وژلي دي. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت الشباب د ۲۰۰۸ کال په مارچ کې د بهرني ترهګریز سازمان کې درج او د ځانګړي نړیوال ترهګری ډله په توګه و نومول شوه. د ۲۰۱۰ په اپریل کې، الشباب د ۱۸۴۴ (۲۰۰۸) پریکړه لیک د ۸ ام پراګراف مطابق د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د سومالیا د بندیزونو کمیټې لخوا هم ترهګریز سازمان ونومول شو.