د متحده ایالاتو د حکومت رسمي ویب پاڼه

د داعش د تښتونې شبکه(کشیش)

نږدې ختیځ - شمالي افریقا او مینځني ختیځ

انعام

تر 5 ملیونو ډالرو پورې انعام

خپله برخه وکړئ.

د عدالت لپاره د انعامونو پروګرام د داعش یا (ISIS) د تښتونې شبکو په اړه د معلوماتو لپاره یا د مهر محفوظ، مایکل کیال، ګریګوریوس ابراهیم، بولوس یازیګي او پاولو دال اوګلیو د ځای، لامتي او بیرته راستنیدو په اړه د معلوماتو لپاره تر 5 ملیون ډالرو پورې انعام وړاندیز کوي.

د 2013 کال د فبروري په 9، د یونان د ارتودوکس پادری کشیش محفوظ او د ارمنی کاتولیک کشیش مایکل کیال په عامه بس کې د سوریې په کافرون کې یوې خانقا ته سفر کاوه. د سوریې له حلب څخه شاوخوا 30 کیلومتره بهر د داعش شکمن اورپکو موټر ودراوه، د مسافرو اسناد یې وڅیړل، بیا یې محفوز او کیال له بس څخه یوړل. له هغه وخت راهیسې دوی نه لیدل شوي او نه هم څه د دوي په اړه څه اوریدل شوي.

د اپریل په 22، 2013، د سوریې ارتودوکس لوی کشیش ګریګوریو ابراهیم له حلب څخه ترکیې ته سفر وکړ ترڅو یوناني ارتودوکس لوی کشیش بولوس یازیګي ځانه سره را واخلي. کله چې دوی د سوریې المنصوره ته نږدې یوې پوستې ته ورسېدل، څو وسله والو کسانو پرلوی کشیش برید وکړ او د هغوی موټر یې ونیول. د کشیانو موټر چلوونکی وروسته مړ وموندل شو. داسې انګیرل کیږي چې لوی کشیش د النصره جبهې سره تړلو کسانو لخوا تښتول شوي، چې د القاعدې سره تړاو لري؛ په هرصورت، لوی کشیش وروسته داعش ته لیږدول شوي.

د 2013 کال د جولای په 29، داعش د سوریې په رقه ښار کې د ایټالوی جیسویټ کشیش پاولو دال اوګلیو تښتولی و. پلار دال اوګلیو پلان درلود چې له داعش سره وویني ترڅو د محفوز، کیال، ابراهیم او یازیګي د خلاصون غوښتنه وکړي. هغه له هغه راهیسې نه لیدل شوی او نه په اړه یی څه اوریدل شوي.

انځورونه:

پوسټرونه:

تړل شوي ځایونه:

سوریه

SUBMIT A TIP

Do Your Part. Secure a Safer World.

There are many ways to submit information to Rewards for Justice.

You may choose from multiple platforms and contact us in numerous languages. To process your information efficiently, we ask you to state your information as succinctly as possible, provide your name, location, and preferred language, and upload all relevant files such as photographs, videos, and documents to support your information. An RFJ representative will soon contact you. Please be patient, as RFJ reads every tip we receive.

Please open your Line app to submit a tip. The number is +1 202 702 7843

Please open your Viber app to submit a tip. The number is +1 202 702 7843

Please visit our Tor-based tips-reporting channel at: he5dybnt7sr6cm32xt77pazmtm65flqy6irivtflruqfc5ep7eiodiad.onion

معلومات واستوئ

خپله برخه واخلی. د نړۍ خوندیتوب وساتي.

د معلوماتو استولو لپاره ډیری لارې شتون لري.

تاسو کولی شئ د څو طریقو څخه یوه وټاکئ او په مختلفو ژبو کې موږ سره اړیکه ونیسئ. په اغیزمنه توګه ستاسو د معلوماتو د پروسیس کولو لپاره، موږ له تاسو څخه غوښتنه کوو چې خپل معلومات د امکان تر حده په لنډ ډول بیان کړئ، خپل نوم، ځای، او خوښي ژبه چمتو کړئ، او ټول اړونده اسناد لکه تصویرونه، ویډیوګانې، او هغه اسناد چي ستاسو د معلوماتو ملاتړ کوی پورته کړئ. د عدالت لپاره د انعامونو پروګرام استازی به ډیر ژر له تاسو سره اړیکه ونیسي. ترلاسه شوی لارښونه د عدالت لپاره د انعامونو پروګرام لخوا لوستل کیږي. نو مهرباني سره صبر ولري.

مهرباني وکړئ د معلوماتو استولو لپاره خپل سیګنال ایپ خلاص کړئ. شمیره ده 8695 297 202 1+

مهرباني وکړئ د معلومات استولو لپاره خپل لاین اپلیکیشن خلاص کړئ. شمیره ده 8695 297 202 1+

مهرباني وکړئ د معلوماتو استولو لپاره خپل ټیلیګرام ایپ خلاص کړئ. شمیره ده 8695 297 202 1+

مهرباني وکړئ د معلوماتو استولو لپاره خپل وایبر ایپ خلاص کړئ. شمیره ده 8695 297 202 1+

مهرباني وکړئ زموږ د تور-بنسټ لارښوونو راپور ورکولو کانال څخه لیدنه وکړئ:
he5dybnt7sr6cm32xt77pazmtm65flqy6irivtflruqfc5ep7eiodiad.onion

Skip to content