د متحده ایالاتو د حکومت رسمي ویب پاڼه

د الشباب مالي شبکه

افریقا – فرعي -صحارا

انعام

تر 10 ملیونو ډالرو پورې انعام

خپله برخه وکړئ.

د انصاف لپاره انعامونه د هغه معلوماتو لپاره تر 10 ملیون ډالرو پورې انعام وړاندیز کوي چې د الشباب ترهګریز سازمان مالي میکانیزمونه ګډوډ کړي. د الشباب مالي عملیات او تسهیلاتي شبکې د دې عملیاتو په دوام کې مرسته کوي او د هغه ترهګریز بریدونو تمویل کوي چې په پایله کې یې په سومالیا او ګاونډیو هیوادونو کې په زرګونو بې ګناه ملکي وګړي او امنیتي ځواکونه وژل شوي دي.

الشباب د ترهګرۍ د تمویل په دودیزو لارو لکه د رشوت، غصب، د حوالې پیسو لیږد، د پیسو لپاره تښتونې، د پیسو مینځلو، او شخصي پیغام رسوونکي چارو کې لاس لري. مګر دي د خپل جلا تمویل سرچینې هم رامینځته کړې چې دوی په زیاته توګه د بهرنیو ملاتړ څخه خپلواک کړئ. د دوې د تمویل نوې مالی سرچینې کي لااندینی کړني شامل دی: د مشرانو، سوداګرو او کروندګروڅخه باج اخستل؛ د کارول شوویو موټرو تجارت څخه ناوړه ګټه پورته کول؛ د موبایل پواسطه د پیسو لیږد، او د څړځایانو د څارویو غلا؛ د ځمکۍ پراخولو له لارې، الشباب په غیرقانوني فعالیتونو کې لکه غیرقانوني کان کیندنې، د اجناسو تجارت/قاچاق لکه د سکروټی، هیرویین (کوم چې جنایي ډلو ته بیا پلورل کیږي)؛ عاج، څاروي او بوره هم په کي شامل دي. الشباب په خلکو، سوداګرو، سمندري غلو او نورو باندې مالیه هم لګوي، او د کرنیزو او ځمکنیو محصولاتو، فیسونه او مالیات راټولوي.

د بهرنیو چارو وزارت د هغه معلوماتو لپاره انعام وړاندې کوي چې د لاندېنی کړنو دې خنډ لامل کیږي:

–د الشباب لپاره د عوایدو مهمې سرچینې (د بیلګې په توګه، باج او مالیه اخیسته ، د مخدره توکو قاچاق، او د وسلو او مخدره توکو تجارت)

–د الشباب لخوا د سیمه ایزو طبیعي زیرمو استخراج (د بیلګې په توګه، دځنګلونو ونو پري کول، کان کیندنه، او قاچاق)

–الشباب ته د تمویل کوونکو او مالي تسهیل کونکو لخوا مالي مرستې

–د مالي ادارو لخوا د پام وړپیسو لیږدونه او د پیسو د لیږد لپاره د پیسو خدماتو چمتو کوونکو کارول او د الشباب په استازیتوب نړیوال مالي سیسټم ته لاسرسی

–هغه کاروبارونه یا پانګه اچونه چي د الشباب یا د هغې تمویل کوونکو لخوا چي دهغوی په ملکیت کي دي یا کنټرول کیږي

–د مخکینیو شرکتونو لخوا نړیوال فعالیت چې د الشباب سره تړاو لري ،چي د هغې په استازیتوب په مالي معاملو کې ښکیل دي (د بیلګې په توګه د کارول شويو موټرو تجارت)

–جنايي پلانونه چې د الشباب غړي او ملاتړي پکې شامل دي او دی سازمان ته مالي ګټه رسوي (د بیلګې په توګه د دپیسو لپاره اسیر نیوني عملیات او د څړځایونو د څارویو غلا)

–د الشباب غیرقانوني مالي پلانونه (د بیلګې په توګه، د پیسو مینځلو)، او د الشباب لخوا د هغه ترهګریز او ملیشه نماینده ګانو او شریکانو ته د تمویل او موادو لیږد.

د مارچ په 18، 2008 کې، د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت د مهاجرت او تابعیت قانون د 219 برخې د تعدیل سره سم الشباب د بهرني ترهګریز سازمان په توګه ونماوه. وروسته، د مارچ په 19مه، 2008 کې، د بهرنیو چارو وزارت د 13224 اجرایوي فرمان د تعدیل سره سم الشباب په ځانګړي توګه نومول شوي نړیوال ترهګر په توګه ونماوه. د پایلې په توګه، د الشباب ټول ملکیتونه، او په ملکیت کې ګټې، د متحده ایالاتو د حاکمیت سره مخامخ دي، او د متحده ایالاتو خلک په عمومی ډول د الشباب سره په هر ډول معاملو کې د ښکیلتیا څخه منع دي. الشباب ته په عمدی توګه مادي ملاتړ یا سرچینې چمتو کول، یا هڅه کول یا دسیسې جوړول جرم دی.

پوسټرونه:

تړل شوي ځایونه:

سومالیا, کینیا

SUBMIT A TIP

Do Your Part. Secure a Safer World.

There are many ways to submit information to Rewards for Justice.

You may choose from multiple platforms and contact us in numerous languages. To process your information efficiently, we ask you to state your information as succinctly as possible, provide your name, location, and preferred language, and upload all relevant files such as photographs, videos, and documents to support your information. An RFJ representative will soon contact you. Please be patient, as RFJ reads every tip we receive.

Please visit our Tor-based tips-reporting channel at: he5dybnt7sr6cm32xt77pazmtm65flqy6irivtflruqfc5ep7eiodiad.onion

معلومات واستوئ

خپله برخه واخلی. د نړۍ خوندیتوب وساتي.

د معلوماتو استولو لپاره ډیری لارې شتون لري.

تاسو کولی شئ د څو طریقو څخه یوه وټاکئ او په مختلفو ژبو کې موږ سره اړیکه ونیسئ. په اغیزمنه توګه ستاسو د معلوماتو د پروسیس کولو لپاره، موږ له تاسو څخه غوښتنه کوو چې خپل معلومات د امکان تر حده په لنډ ډول بیان کړئ، خپل نوم، ځای، او خوښي ژبه چمتو کړئ، او ټول اړونده اسناد لکه تصویرونه، ویډیوګانې، او هغه اسناد چي ستاسو د معلوماتو ملاتړ کوی پورته کړئ. د عدالت لپاره د انعامونو پروګرام استازی به ډیر ژر له تاسو سره اړیکه ونیسي. ترلاسه شوی لارښونه د عدالت لپاره د انعامونو پروګرام لخوا لوستل کیږي. نو مهرباني سره صبر ولري.

مهرباني وکړئ د معلوماتو استولو لپاره خپل سیګنال ایپ خلاص کړئ. شمیره ده 8695 297 202 1+

مهرباني وکړئ د معلوماتو استولو لپاره خپل ټیلیګرام ایپ خلاص کړئ. شمیره ده 8695 297 202 1+

مهرباني وکړئ زموږ د تور-بنسټ لارښوونو راپور ورکولو کانال څخه لیدنه وکړئ:
he5dybnt7sr6cm32xt77pazmtm65flqy6irivtflruqfc5ep7eiodiad.onion

Skip to content