د متحده ایالاتو د حکومت رسمي ویب پاڼه

النصره جبهه (ANF)

نږدې ختیځ - شمالي افریقا او مینځني ختیځ

خپله برخه وکړئ.

النصره جبهه د 2011 کال په وروستیو کې هغه مهال رامنځ ته شوه کله چې په عراق کې د القاعدې مشر ابوبکر البغدادي د النصره جبهه مشر محمد الجولاني سوریې ته واستاوه چې د ترهګرو حجرې تنظیم کړي. د 2013 کال په اپریل کې الجولاني د القاعدې له مشر ایمن الظواهري سره بیعت وکړ. النصره جبهه د په عراق کې د القاعدې څخه جلا شو او یوه خپلواکه اداره شوه. د 2017 کال په جنورۍ کې، النصره جبهه د څو نورو سخت دریځو مخالفو ډلو سره یوځای شو چې حیات تحریر الشام (HTS) جوړ کړي. النصره جبهه په سوریه کې د القاعدې سره تړاو لري.

د النصره جبهه بیان شوی هدف په سوریې د بشارالاسد رژیم ړنګول او پر ځای یې د سني اسلامي دولت رامینځته کول دي. النصره جبهه د سوریې په شمال لویدیځ کې د سیمې یوه برخه متمرکزه او کنټرولوي، چیرې چې دا دمخالف ځواک په توګه فعاله ده، او د محلي حکومتدارۍ او بهرنۍ دسیسې په اړه مختلفې درجې نفوذ کوي. النصره جبهه په ټوله سوریه کې ډیری ترهګریز بریدونه ترسره کړي، چې ډیرۍ وختونه یې ملکي وګړي په نښه کوي.

د 2014 کال د می په 15، د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت النصره جبهه د مهاجرت او تابعیت قانون د 219 برخې سره سم لکه څنګه چی تعدیل شوي د بهرني ترهګریز سازمان په توګه ونماوه. مخکې، د می په 14، 2014 کې، د بهرنیو چارو وزارت النصره جبهه د 13224 اجرایوي فرمان سره سم، لکه څنګه چی تعدیل شوي په ځانګړي ډول نړیوال ترهګر په توګه نومول شوی و. د پایلې په توګه، د النصره جبهه ټول ملکیتونه، او په ملکیت کې ګټې، د متحده ایالاتو د قضا سره مخ دي،بندي شوي او د متحده ایالاتو وګړي په عمومي توګه د النصره جبهه سره په هر ډول معاملو کې د ښکیلتیا څخه منع دي. دا یو جرم دی چې په پوهه توګه النصره جبهه د مادي مالاتړوکړي یا سرچینې ورته چمتو کړي، یاددسیسو جوړولو هڅه وکړي.

SUBMIT A TIP

Do Your Part. Secure a Safer World.

There are many ways to submit information to Rewards for Justice.

You may choose from multiple platforms and contact us in numerous languages. To process your information efficiently, we ask you to state your information as succinctly as possible, provide your name, location, and preferred language, and upload all relevant files such as photographs, videos, and documents to support your information. An RFJ representative will soon contact you. Please be patient, as RFJ reads every tip we receive.

Please visit our Tor-based tips-reporting channel at: he5dybnt7sr6cm32xt77pazmtm65flqy6irivtflruqfc5ep7eiodiad.onion

معلومات واستوئ

خپله برخه واخلی. د نړۍ خوندیتوب وساتي.

د معلوماتو استولو لپاره ډیری لارې شتون لري.

تاسو کولی شئ د څو طریقو څخه یوه وټاکئ او په مختلفو ژبو کې موږ سره اړیکه ونیسئ. په اغیزمنه توګه ستاسو د معلوماتو د پروسیس کولو لپاره، موږ له تاسو څخه غوښتنه کوو چې خپل معلومات د امکان تر حده په لنډ ډول بیان کړئ، خپل نوم، ځای، او خوښي ژبه چمتو کړئ، او ټول اړونده اسناد لکه تصویرونه، ویډیوګانې، او هغه اسناد چي ستاسو د معلوماتو ملاتړ کوی پورته کړئ. د عدالت لپاره د انعامونو پروګرام استازی به ډیر ژر له تاسو سره اړیکه ونیسي. ترلاسه شوی لارښونه د عدالت لپاره د انعامونو پروګرام لخوا لوستل کیږي. نو مهرباني سره صبر ولري.

مهرباني وکړئ د معلوماتو استولو لپاره خپل سیګنال ایپ خلاص کړئ. شمیره ده 8695 297 202 1+

مهرباني وکړئ د معلوماتو استولو لپاره خپل ټیلیګرام ایپ خلاص کړئ. شمیره ده 8695 297 202 1+

مهرباني وکړئ زموږ د تور-بنسټ لارښوونو راپور ورکولو کانال څخه لیدنه وکړئ:
he5dybnt7sr6cm32xt77pazmtm65flqy6irivtflruqfc5ep7eiodiad.onion

Skip to content