د متحده ایالاتو د حکومت رسمي ویب پاڼه

په ا‌ړه

د برنامی کتنه

د پروګرام تاریخ او قانوني چارواکي

د عدالت لپاره د انعامونو پروګرام، د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت د ملي امنیت انعامونو برنامه، د نړیوال تروریزم سره د مبارزې لپاره په 1984کی د ټوليز قانون 55-98 (په 22U.S.C § 2708 تایید شوی) لخوا رامنځته شوی. د بهرنیو چارو وزارت د ډیپلوماټیک امنیت ادارو لخوا اداره کیږي. د عدالت لپاره د انعامونو پروګرام ماموریت د هغو معلوماتو ترلاسه کولو لپاره انعامونه وړاندې کوي چې د امریکایان ژوند او د متحده ایالاتو ګټې خوندي کوي او د متحده ایالاتو ملي امنیت ته وده ورکوي.  

د 1984 کال راهیسې، کانګرس د عدالت لپاره د انعامونو پروګرام قانوني چارواکې پراخه کړي ترڅو په څلورو پراخو کټګوریو کې د معلوماتو لپاره انعامونه وړاندې کړي:

  • ترهګري. د معلوماتو لپاره چې
    • د هر هغه چا د نیولو یا محکومیت لامل شي چې په متحده ایالاتو یا بهر کې د متحده ایالاتو د کسانو یا ملکیتونو پروړاندې نړیوال ترهګريز کړنې پلانوي ، ترسره کوي ، مرسته یا هڅه وي؛
    • په لومړي سر کې د داسې کړنو مخه نیسي؛
    • د یو مهم ترهګر مشر پیژندنه یا موندل؛ یا
    • د بهرنیو ترهګريز سازمانونو مالي میکانیزمونه ګډوډ وي. په دې کې د تښتونې د شبکو ګډوډول او د تښتونې پیښې شاملې دي چې داسې اداری یی مالي ملاتړ کوي.
  • په ټاکنو کې بهرنۍ لاسوهنه. د معلوماتو لپاره چې
    • د هر هغه بهرني کس پیژندنه یا ځای ته لارښوونه وکړی چې په پوهه سره په ټاکنو کې په بهرنۍ لاسوهنه کې ښکیل وي یا ښکیلتیا کوي، هغه فعالیت په ګډون چې د فدرال جنایي ، د رایې ورکولو حق، یا د کمپاین مالي قانون څخه سرغړونه کوي، یا داسې فعالیت چې د هر هغه چا لخوا ترسره کیږي چې د مامور په توګه یا د چا په استازیتوب، یا د یو بهرني حکومت یا جرمي شرکت سره په همغږۍ کې کار کوي.
    • په ټاکنو کې د بهرنۍ لاسوهنې د مخنیوي، ناکامی ٬ مناسب حل لامل کیږي.
  •  ناوړه سایبر فعالیت. د معلوماتو لپاره چې
    • د (“18U.S.C. § 1030، (“CFAA ناوړه ګټه اخیستنې او د کمپیوټر د درغلیو قانون پر بنسټ هرهغه کس وپیژني یا ځای وموندي چې د یو بهرني حکومت تر کنټرول یا د لارښوونې لاندې عمل کوي. په دې کې په ټاکنو کې بهرنۍ لاسوهنه شامله د.
  • د شمالی کوریا رژیم. د معلوماتو لپاره چې
    • هغو کسانو د مالي میکانیزم ګډوډ وي چې د شمالي کوریا د رژیم په ملاتړ ځینې فعالیتونو کې ښکیل دي یا
    • د کمپیوټر د درغلیو او ناوړه ګټه اخیستنې قانون (“CFAA”)، 18 U.S.C. § 1030 پربنسټ هر هغه کس وپیژني یا پیدا کړي چې د شمالي کوریا د حکومت د لارښوونې یا د کنټرول لاندې عمل کوي، په دې کې په ټاکنو کی د بهرنۍ لاسوهنه هم شامله ده.

د اعلاناتو انعام وړاندیزونه

کله چې د بهرنیو چارو وزیر د انعام وړاندیز تصویب کړ، د عدالت لپاره د انعامونو پروګرام دا اعلانوي او په کلتوري لحاظ د موخه لیدونکو سره په کلتوري توګه په مناسب ډول د مختلفو وسیلو په کارولو سره ښکیلوي، په ګډون د ټولنیزو رسنیو، ټولنیزو خبرو اترو غوښتنلیکونه، او دودیزې رسنۍ.

د پروسس لارښوونې

د عدالت لپاره د انعامونو پروګرام اعلانونه اشخاصو ته لارښوونه کوي چې خپل معلومات د عدالت لپاره د انعامونو پروګرام د ژبې ځانګړي لارښوونې لیکو ته د ډیر پراخه موجوده او کوډ شوي پیغام رسولو غوښتنلیکونو له لارې ولیږدوي، د سیګنال، ټیلیګرام، او واټساپ په ګډون. افراد کولی شي خپل معلومات د بریښنالیک او ټولنیزو رسنیو حسابونو له لارې وسپاري. د عدالت لپاره د انعامونو پروګرام د آمریکا دولت نورو ادارو ته مناسب معلومات خپروي.

د انعامونو ورکړه

که چیرې د خبر ورکوونکي لخوا ورکړل شوي معلومات مثبته پایله ولري، د متحده ایالاتو تحقیقاتي اداره چې په دې قضیه کې کار کوي کیدای شی پریکړه وکړي چې خبر ورکوونکي د انعام تادیه لپاره وټاکي. د تادیې لپاره نومونه د دارالبيني کمیټې لخوا يي بیا کتنه کیږي او بیا د پیسو ورکولو په اړه د پریکړې لپاره سکرتر ته لیږل کیږي.

په 1984 کال کې د پیل راهیسې، دغه پروګرام په ټوله نړۍ کې له 125 څخه زیاتو خلکو ته د 250 ملیون ډالرو څخه ډیري پیسې ورکړي چې د عمل وړ معلومات چمتو يي کړي چې د متحده ایالاتو ملي امنیت ته د ګواښونو په حل کولو کې مرسته کړي.

SUBMIT A TIP

Do Your Part. Secure a Safer World.

There are many ways to submit information to Rewards for Justice.

You may choose from multiple platforms and contact us in numerous languages. To process your information efficiently, we ask you to state your information as succinctly as possible, provide your name, location, and preferred language, and upload all relevant files such as photographs, videos, and documents to support your information. An RFJ representative will soon contact you. Please be patient, as RFJ reads every tip we receive.

Please open your Line app to submit a tip. The number is +1 202 702 7843

Please open your Viber app to submit a tip. The number is +1 202 702 7843

Please visit our Tor-based tips-reporting channel at: he5dybnt7sr6cm32xt77pazmtm65flqy6irivtflruqfc5ep7eiodiad.onion

معلومات واستوئ

خپله برخه واخلی. د نړۍ خوندیتوب وساتي.

د معلوماتو استولو لپاره ډیری لارې شتون لري.

تاسو کولی شئ د څو طریقو څخه یوه وټاکئ او په مختلفو ژبو کې موږ سره اړیکه ونیسئ. په اغیزمنه توګه ستاسو د معلوماتو د پروسیس کولو لپاره، موږ له تاسو څخه غوښتنه کوو چې خپل معلومات د امکان تر حده په لنډ ډول بیان کړئ، خپل نوم، ځای، او خوښي ژبه چمتو کړئ، او ټول اړونده اسناد لکه تصویرونه، ویډیوګانې، او هغه اسناد چي ستاسو د معلوماتو ملاتړ کوی پورته کړئ. د عدالت لپاره د انعامونو پروګرام استازی به ډیر ژر له تاسو سره اړیکه ونیسي. ترلاسه شوی لارښونه د عدالت لپاره د انعامونو پروګرام لخوا لوستل کیږي. نو مهرباني سره صبر ولري.

مهرباني وکړئ د معلوماتو استولو لپاره خپل سیګنال ایپ خلاص کړئ. شمیره ده 8695 297 202 1+

مهرباني وکړئ د معلومات استولو لپاره خپل لاین اپلیکیشن خلاص کړئ. شمیره ده 8695 297 202 1+

مهرباني وکړئ د معلوماتو استولو لپاره خپل ټیلیګرام ایپ خلاص کړئ. شمیره ده 8695 297 202 1+

مهرباني وکړئ د معلوماتو استولو لپاره خپل وایبر ایپ خلاص کړئ. شمیره ده 8695 297 202 1+

مهرباني وکړئ زموږ د تور-بنسټ لارښوونو راپور ورکولو کانال څخه لیدنه وکړئ:
he5dybnt7sr6cm32xt77pazmtm65flqy6irivtflruqfc5ep7eiodiad.onion

Skip to content