دترهگرۍ اعمال
معلومات په ...

امریکاییانو پر کلب باندی د بمونو حمله

ناپلز، ایتا لیا | اپرېل څوارلسمه، ١٩٨٨


د اپرېل په ۴مه باندی په ١٩٨٨ کال کې د اېتالېا په ناپلز کې د ېواېس او دکلب مخی ته ېوموټر بم وچاودېده. په دغه چاودنه کې پنځه کسان ووژل شول. په دې کې ېوه امرېکاېې ښځه هم شامله وه. په پنځه لسو زخمېانو کې څلور امرېکاېان شامل وو. جونزو اکودېرا،محکمی ته راوغوښتل شو. نوموړی د جاېان د سره پوځ (JRA) غړی دی چې ېوه تره گریزه ډله ده. هغه د اپرېل په نهمه باندی په ١٩٩٣ مېلادی کال کې د ناپلز د بم چاودنی په اړه په امرېکا کې محکمی ته راوغوښتل شو. اکودېرا په ١٩٨٧ کال کې په روم کې د امرېکا پر سفارت باندی د موټر بم په چاودنه کې هم مسوو گنل کېږی.

د جاپان سور پوځ JRA د ١٩٧٠ په لسېزه کې وروسته له هغه نه جوړ شو چی د جاپان د کمونېست گوند د سره پوځ له ډلی نه را جلا شو. دغی ډلی په خپل او ج او لوړ والی کې تقرېبا څلوېښت غړی درلودل او په ټوله کی ښه په وسله سنبال چپېان گنل کېدل. د ١٩٧٠ په لسېزه کی JRA د نړی په گوټ گوټ کې ېو لړ بم چونی وکړلی. په دې کې د ١٩٧٢ کال د لاډ په نامه هواېې مېدان حمله هم شامله وه. دا حمله په اسراېېلو کې وشوه او عام قتل ېې وکړ. د جاپان د هواېې شرکتونو دوه الوتکې ېې برمته کړی او هڅه ېې وکړه چی په کوالا المپور کې دامرېکا پرسفارت قبضه وکړی.

د جاپان د دغې ډلی JRA تارېخی هدف دا وو چې د جاپان حکومت او شاهی نظام نسکور کړی. خو ددغې ډلې مشر په ٢٠٠٠ کال کی ونېول شو. تردې وروسته دغی ډلې په رسمی توگه د منحل کېدلو د پلان اعلان وکړ. د دغی ډلی نېژدی اړېکی د فلسطېن له تره گریزه ډلو سره، ډېر و خلکو سره دا گومان پېدا کړ چې د JRA مرکزی کومېټه منځنی ختېځ ته تللی ده.

دعدالت لپاره د انعام پروگرام د داسې معلوماتو په بدل کې چې د دغې حملې د عاملینو د نیولو سبب شي، تر پنځو میلیونو ډالرو پورې انعام ورکوي