د کامیابۍ قیصې

رمزی احمد ېوسف

محکوم شوی

رمزی احمد ېوسف هغه تره گران وو چې په نېوېارک سټی کې د ١٩٩٣ مېلادی کال د نړېوال تجارتی مرکز د بم چوونی مسوول او طراح وو . په دغه بم چونه کې شپږ کسان ووژل شول او تر زرو نه زېات زخمیان شول. ېوسف او دهغه مرستېالانو ېو وان یا مینی بس موټر چې له چاودونکو موادو نه ډک وو د نړېوال تجارتی مرکز زېرزمېنی ته ور وست. د بم چونی نه څو ساعته وروسته ېوسف په ېوه الوتکه کې پاکستان ته وتښتېده.

ېوسف بېا په فېلېپېن کې راښکاره شو. هلته هغه د ېوې پېچلی تره گریزه حملی په جوړولو لگېا وو. ېوسف دا پلان درلود چې پاپ جان پال دوېم د جنوری په ۱۴مه په ١٩٩٥ کا ل کې ووژنی. پاپ جان پال په فېلېپېن کې په سفربوخت وو . تردی وروسته هغه غوښتل چې د امرېکا دولس الوتکی په آسېاکې ېو څوورځی وروسته په بم والوزوی. د دغه پلان نوم “Oplan Bojinka,” و چه عربی ترجمه ئی«د چاودنوعملېات» ېا د «بینگ بانگ عملېات» کیږی. دا څرگنده ده چې ېوسف د “Oplan Bojinka,” ترشا کارکاوه. خو نور کسان چې په دغه پلان ېې له هغه سره کار کاوه په هغوی کې ولی خان امېن شاه، عبدالحکېم مراد، او خالد شېخ محمد (د ېوسف تره او د سېپتمبر د ١١می نېټی د تره گریزه حملو ط‏راح) او حنبلی شامل وو ، د ا ټول د القاعده سوگند خوړلی غړی وو.

د دغه ټول پلان د ېوې برخی په توگه د کال ١٩٩٥ د جنوری په ٢١مه او ٢٢مه، پنځه تیرورېستانو به چاودونکی مواد د امرېکا په دولسو الوتکو کې ایښودل چې امرېکا ته تللی وو په خپله به ختېځی او جنوب ختېځی آسېا کې د پرواز په اوله برخه کې کوځیدل. مخکی لدینه چه ټولی الوتکی به د پاسېفېک د سمندر د پاسه چاودېدلی. په دغو پنځو تیرورېستانو کې به هرېو په دې مکلف وو چې په دوېم او حتی درېم پرواز کې الوتکی ته وخېږی چې ترڅو پورې په ټولو دولس الوتکو کې جوړ شوی بمونه کېښودل شی. په دغو ټولو الوتکو کې د مرگ اټکل شوی اندازه څلورو زرو کسانو ته رسېدله.

له نېکه مرغه ېوسف او د هغه ملگری ترېوې اندازې پورې بې پروا او بې احتېاطه شول اوهمدا د دې سبب شو چې هغوی زوال وکړی. ېوسف او مراد دېته اړکړی شول چې په مانېلا کې له خپل اپارتمان نه هغه وخت وتښتیی چې د ېوې کېمېاوی مادی مخلوط د لوگی ېوه ورېځ جوړه کړه او لوگی د اپارتمان له کړکی نه راووت. ېوسف مراد ته ووېل چې اپارتمان ته ولاړ شی، هغه لپټاپ کمپېوټر را وباسی او نور داسی شواهد چې دوی پرې نېول کېدلی شی. کله چې مراد اپارتمان ته ولاړ نوهلته له پولېسو سره مخامخ شو. پولېس له ده نه مخکی هلته رسېدلی وو . ېوسف چې په دې پوه شو چې مراد به نېول شوی وی نو پاکستان ته وتښتېده.

د ١٩٩٥ کال په فبروری کې ېوه مخبر د انصاف لپاره د انعامونو د گوگړو هغه قوطۍ ولېدله چې د انعام په باره کې په کې معلومات لېکل شوی وو . د انعام اخېستلوهغه دېته وهڅاوه چې د پاکستان په اسلام آباد کې دامرېکا سفارت ته ولاړشی او هغوی ته ېې دامعلومات ورکړل چې دهغه په واسطه د ېوسف د اوسیدو د ځاې پته ولگېدله. د کال ١٩٩٥ د فبروری په اومه د پاکستان چارواکو د امرېکا د خارجه وزارت امنېتی مامورانو سره د پاکستان د اسلام آباد په ښار کې د یوسف په نیولو کې مرسته وکړه او هغه ئی امرېکا ته وسپاره. ېوسف اوس د کولورادو په بندېخانه کې پروت دی. هغه نور څلور کسان چې دی “Oplan Bojinka,” ېاسترې چاودنی په عملېاتو کې شامل وو هغوی هم ونېول شول.