تر تعقیب لاندې
هغه معلومات چې انصاف ته راولي...

رادولان ساهېرن

تر ېو میلیون ډالرو پورې

رادولان ساهېرن، په فېلېپېن کې دېره دابوسېاف د ډلی ېو معتبر مشر دی. دا ډله د مورو د ستری ډلی نه چې د ملی ازادی د جبهی په نامه ېادېدله د ١٩٩٠ په لسېزه کې، د عبدالرزاق ابوبکر جنجلانی په مشرۍ را جلا شوېدی. دا سړی د فېلېپېن له پولېسو سره د ١٩٩٨ د ډېسېمبر په مېاشت کې په ېوه نښته کې ووژل شو. دهغه کشر ورور خدافې جنجلانی دتش په نامه مشر په توگه د هغه ځاې ونېو.د ٢٠٠٦ مېلادی کال د سپتمبر په مېاشت کې خدافی جنجلانی د فېلېپېن د وسله والو قواو سره په جگړه کې ووژل شو. داسی گومان کېږی چې رادولان ساهېرن د ابوسېاف د ډلی نوی مشر دی.

د ساهېرن د اعمالو په نتېجه کې ډېر بېگناه نارېنه، ښځی او ماشومان ېا وژل شوېدی او ېا ښه کاری زخمېان شوېدی. ساهېرن د ٢٠٠١ مېلادی کال د می په مېاشت کې د امرېکا د دری تنو اتباعو په برمته کولو کې د داس پامز، په سېمه کې لاس درلود. په برمته شوېو کسانو کې مارتین گراسیا، برنهام او ١٧ تنه هغه فېلېپېنېان شامل وو چې د فېلېپېن د پالوان په تفرېحی ځاې کې نېول شوی وو. په دې جمله کې څو تنه برمته شوی کسان چې په هغو کې د امرېکا ېو تبعه گېلرمو سوبېرو هم شامل وو ، ووژل شول.

داسی گومان کېږی چې ساهېرن په جنوبی مندناو کې چېرته پټ ژوند کوی او هلته دی د ترهگری دسېسی جوړوی چی په ډېرو ټولنو باندی به ناوړه اغېزې وکړی. څه رنگه چې ساهېرن د ابوسېاف ډلی مشر دی او د دغی ډلی د تره گریزه حملو په نتېجه کې د امرېکا او فېلېپېن اتباع وژل شوېدی؛ نو د امرېکا چارواکی ساهېرن د امرېکا او فېلېپېن اتباعو ته او د دواړوهېوادونو گټوته گواښ بولی.

د ساهېرن ښې لاس له امنېتی قواو سره په جگړه کې، د ١٩٧٠ په لسېزه کې له منځه تللی دی. داسړی په عربی ژبه او تاوسوگ ژبه باندی ښې روانی خبرې کولی شي.