دترهگرۍ اعمال
معلومات په ...

پان اېم پرواز ٧٣ برمته - کراچی

پاکستان | سېپتمبر ۵مه، ١٩٨٦


د امرېکا خارجه وزارت پنځه میلیونه ډالره انعام دهغه معلوماتو لپاره چې د دغو دوه کسانو په سرهم اېښی دی چې ېا ونیول شی او یا محکوم شي. په دې دواړو کې یو ودود محمد حافظ الترکی، جمال سعید عبدالرحیم، محمد عبدالله خلېل حسېن الرحاېل او بل تن محمد احمد المنور دی. ټول په دې عقېده دی چې دا کسان د ابو ندال د تره گریزه ډلی غړي دي.

په داسی حال کې د پان اېم الوتکی ٧٣ لمبره پرواز په مېدان کې وو ، تخمېنا د سهار په ٦ بجو ېې هغه برمته کړله. د ابو ندال ډلې غړېو دغه عملېات د ١٩٨٦ مېلادی کال د سپتمبر په ٥ مه پېل کړل. په دغه الوتکه کې ٣٧٩ مساپران او د الوتکی ماموران وو . په دې جمله کې ٧٨ امرېکاېان وو چې د الوتکی د برمته کېدلو په وخت کې په الوتکه کی سپاره وو . برمته کوونکو الوتکه په خپله قبضه کې کړله. خو د الوتکی عمله وتښتېدله او الوتکه ېې په ځای پرېښودله. برمته کوونکو دالوتکی لپاره نوی عمله وغوښتله چې الوتکه قبرص ته پرواز وکړی. د برمتی په وخت کې هغوی ېو تن امرېکایی تبعه د الوتکی په دروازه کی وواژه. د الوتکی د برمته کیدو په جریان کی دهشتگرو یا ترهگرانو پر مساپرانو باندی ډزې پېل کړلی او لږ تر لږه شل تنه مساپران ېې ووژل. ترسلونه زېات ېې ښه کاري، زخمیان کړل.

پاکستاني چارواکو څلور تنه مشکوک کسان، د پیښی په ځای توقېف کړل. وروسته ېې بېا پنځم مشکوک هم ونېو؛ هغه مرسته کړی وه چې الوتکه باندی برېد وکړی. دا پنځه واړه دهغو څلور تنو شکمنو په شمول په دې انعام کې شامل دی. هغوی په پاکستان محاکمه شول، محکوم شول او په زندان کې واچول شول.

د ٢٠٠١ مېلادی کال د سپتمبر په مېاشت کې د پاکستان چارواکو زید حسن عبداللطیف زعفرانی چې د دغو پنځو محکوم شویو تره گریزو په جمله کې وو خوشې کړ. هغه بیا وروسته د اف بي آی له خوا ونیول شو او د امریکا د متحده ایالاتو په یوې فډرالي محکمه کې محاکمه شو. د ډېسمبر په ١٦ مه په ٢٠٠٣ م کال کې زعفرانی په دې موافقه وکړله چې هغه مشروط پېشنهاد ومنی چې د امرېکا د عدلېې وزارت ورته کړی وو . هغه د مې په ١٣مه په ٢٠٠٥ مېلادی کال کې په ١٦٠ کاله بند محکوم شو.

د ٢٠٠٨ مېلادی کال د جنوری په مېاشت کې، هغه څلور برمته کوونکی چې په دې انعام کې شامل دی له پاکستان نه خوشې شول. ودود محمد حافظ الترکی، جمال سعېد عبدالرحېم، محمد عبدالله خلیل حسین الرحایل او محمد احمد المنور، د واشنگټن ډي سي په یوې محکمی کې په دې تورن شول چې د دغې الوتکې په برمته کولو کې یې لاس درلود، دغه کسان تر اوسه پورې آزاد گرځي.

د لازیاتو معلوماتو لپاره، د فراري تروریستانو په اړه پاڼه وگورئ

ودود محمد حافظ الترکي

محمد احمد المنور

محمد عبدالله ، خلېل حسېن الرحاېل

جمال سعېد ، عبدالرحېم