دترهگرۍ اعمال
معلومات په ...

پان اېم ١٠٣ لمبر پرواز بمونه چاودنه

لاکربی، سکاتلند | ډېسېمبر ٢١مه، ١٩٨٨

د ١٩٨٨ د ډېسمبر په ٢١مه باندی د امرېکا د پان اېم هواېې شرکت په ١٠٣ لمبر پرواز کی وچاودېده. ٧۴٧ بوئېنگ الوتکه له لندن نه د هېترو له هوایی مېدان نه د جې اف کې مېدان ته په نېوېارک کې روانه وه. ېوشلخی جوړ شوی بم چا په سامان کې پټ اېښی وو . په دغه چادونه کې ټول ٢٥٩ مساپران، د الوتکی عمله او ېوولس کسان په زمکه باندی د سکاتلند په لاکربی کې مړه شول. په دې حمله کې ١٨٩ امرېکاېان وو.

د ١٩٩١ کال د نومبر په ١٣مه د لېبېا د حکومت اېجنت عبدالباسط علی محمد المقراحي او الامېن خلېفه فحیمه له نورو سره ېوځای چې کارپوهانو نه پیژندل په واشنګټن دي سي کې محکمی ته د غټ منصفه هېت په مخکی ‍حاضر کړی شول. په دې جرم چې هغوی د امرېکا ملکی الوتکه خرابوله، امرېکاېان ېې وژل او نورو متعلقه مادی چاودنو تورون وو . په بله ورځ دمحکمی له خوانه اعلان وشو چې المقراحي او فحیمه په سکاتلند کې د قتل په جرم او دسېسه محکوم شوی دی .

د جنوری په ٣١مه په ٢٠٠١ کال کې المقراحي د هغو ٢٧٠کسانو د مرگ له امله محکوم شو. چې په پین ایم الوتکه شمیره ۱۰۳ کې، په هوا کې او د لوکربی په میدان کې وو. دې محکمه کې د سکاتلند درې قاضېان شامل وو. هغه د عمر قید لومړني فتوی او د ۲۷ کاله تیرولو نه پس دا حق لرلۍ شی چې پیرول ته درخواست ورکړی. د هغه پر بل ملگری امېن خلېفه فحیمه چې د همکاری شک کېده، هغه بری الذمه وگڼل شو. او طرابلس ته ولېږل شو. د المقراحي د استېنا ف د غوښتنی درخواست د مارچ په ١۴مه په ٢٠٠٢ کال کې د پنځو قاضېانو له خوانه ردشو او هغه سکاتلند ته اولیږیدلۍ شو چې خپل د جزا حکم پری کړی . هغه د اوروپا د بشری حقوقو محکمی ته ېو درخواست لېږلی و هغه د ٢٠٠٣ کال د جولای په مېاشت کی دمنلو وړ ونه بلل شو. هغه سکاتلند ته ولېږل شو چې خپله سزا تېره کړي.

د ۲۰۰۷ کال د جون په مېاشت کې المقراحي د سکاتلند د جناېې دعوو د کمېسېون لپاره د کتنی درخواست وکړ چې د هغه په محکمه دې کته وشی او دهغه دعوه دې د ستری محکمی ته د تازه درخواست لپاره وړاندی شی. دغه خواست لاځنډېدلی وو چې د ٢٠٠٨ م کال د سپتمبر په مېاشت کې د المقراحي کتنه وشوه او هغه د پروستات سرطان درلود. د اگست په ٢٠مه په ٢٠٠٩ م کال د زندان ډاکټرانو ووېل چې هغه به درې مېاشتی ژوندی وی. المقراحي خپل خواست له منظورېدلو نه مخکی خارج کړ. خو د سکاتلند کابېنی د ترحم پر بنا هغه خوشی کړ. المقراحي له لسو کلونو نه زېاته موده په بند کې تېره کړله. او بېا خوشی شو. گومان کېږی چې فهېم او المقراحي لاتراوسه په طرابلس کې دی.

د المقراحي او فهېم په برخه کې دا گومان دی چې هغوی دا کار ېوازې نه وکړ چی بم الوتکی ته د ١٠٣ پین ایم پرواز ته وخېزوی. د امرېکا خارجه وزارت ٥ ملېونه ډالره انعام هغه چاته ورکوی چې هغه کسان په گوته کړی چې د دغی پېښی چی ٢٧٠ کسان پکی ووژل شول مسوول دی.