دترهگرۍ اعمال
معلومات په ...

۲۰۰۸ میلادی کال ممبئی بریدونہ

ممبئی، هندوستان | ۲۶-۲۹ نومبر، ۲۰۰۸ میلادی کال

۲۶ نومبر، ۲۰۰۸ میلادی کال باندې شوروع شوی وو او تر ۲۹ نومبر، ۲۰۰۸ میلادی کال پورې یی دوام لرلو، لس ترهګران چې په پاکستان کې د بهرنیو ترهګرو سازمان لشکرِ طیبه (ایل ای ټی) لطرفه روزل شوی وو، په ممبئی هندوستان کې، د ډیری موخو په وړاندې د همغږ شویو بریدونو لړۍ ترسره کړه، چې پکې تاج محل هوټل، اوبروی هوټل، لیوپولډ کیفې، ناریمان (چاباد) هاوس، او چتراپتي شیواجی ټرمینس ریل سټيشن شامل وو، تقریباََ ۱۷۰ کسان پکې ووژلې شو.

د دریو ورځو محاصرې په ترڅ کې شپږ امریکایان ووژل شو: بن زیون کرومن، ګاوریل هوټزبرګ، سندیپ جسوانی، ایلن شیر، د هغه لور ناومی شیر، او آریا لیبش.

له دې بریدونو زمه وار کاسنو په اړه معلومات تر لاسه کولو کسانو لپاره د انصاف لپاره انعام پروګرام ۵ میلیون ډالرو پورې انعام ورکولو وړاندیز کړی دی. د دې ناوړه پلاوي مهم غړې په لویه کچه پاتې دي، او دا تحقیق اوس هم فعال او دوام لری. دا انعام د هر چا لپاره توضیح کوي چې کوم د ترهګرۍ د دې عمل مسوولیت په غاړه لري.

ډیویډ کولمن هیډلی او طحاور رانا د متحده ایالاتو فدرالي محکمې کې د ایل ای ټی ترهګریزه عملیاتو مالتړ لپاره تور لګول شوي وو. په جنوری ۲۰۱۳ میلادی کال کې، یو پاکستانی امریکائی وګړي، په ممبئی هندوستان کې د ۲۰۰۸ میلادی کال د نومبر په میاشت کې د ترهګریزو بریدونو په پالن کولو کې خپل رول پورې اړوند د یو درجن فدرالي ترهګریزه جرمونو او په ډنمارک کې په یوه ورځپاڼه کې وړاندیز شوي برید لپاره ۳۵ کاله بند محکوم شو.هغه د ۲۰۱۰ میلادی کال په مارچ کې وړاندې د ټولو ۱۲ حسابونو په تور بشمول د شپږ امریکایانو وژنې کې مرسته او همکاری کولو ګناه تورن قبول کړو. هیډلی په هند کې د عامه ځایونو په بمبارۍ کې د سازش په تور محکوم شو؛ په هندوستان کې د وژنو او کسانو معیوبولو سازش؛ په هند کې د متحده ایالاتو د اتباعو وژنو او د مرستې شپږ ډولونه؛ په هند کې ترهګریزه مادي ملاتړ چمتو کولو سازش؛ په ډنمارک کې د خلکو د وژنې او معیوبینو سازش؛ د ډنمارک ترهګرۍ لپاره د مواد برابرولو لپاره سازش؛ او د لشکر طیبه لپاره مادي ملاتړ چمتو کولو سازش. د هیډلی پخوانۍ د کاناډا ملیت لرونکې ملګری رانا، د ډنمارک ترهګرۍ لپاره د مواد برابرولو لپاره سازش او د لشکر طیبه لپاره مادي ملاتړ چمتو کولو سازش په اړه ۱۴ کالو بند محکوم شو. د ۲۰۱۱ میلادی کال په جون میاشت کې رانا لدې تورن وباسلې شو چې هغه د ۲۰۰۸ میلادی کال په نومبر میاشت کې د ممبئی کې ترهګریزه برید کې د مواد رسولو کی مرسته کړې وه، خو هغه د ډنمارکي ورځپاڼو په وړاندې د ترهګړی د پلان په سازش کې د ګډون کولو او د لشکر طیبه سره د مادي مرستې چمتو کولو په تور محکوم شو.

وړاندې شکمنان هم د متحده ایالتو فدرالي محکمې کې تورن شوي دی:

  • ساجد میر – ډیویډ سرلي او نورو لپاره د “سمبالوونکی” په توګه دنده ترسره کوله د هغه کسانو لپاره چې د لشکر طیبه په استازیتوب د ترهګریزه بریدونو په اړه د عملونه  پلان کول، چمتو کول، اوترسره کول
  • میجر اقبال – د پاکستان یو استوګن چې د لشکر طیبه لخوا د حملې پلان کولو او تمویل کې برخه اخیستې وه
  • ابو قحافه – د پاکستان یو استوګن چې د لشکر طیبه سره تړاو لري، ترهګریزه بریدونو په کارولو کې د جنګي تخنیکونو په برخه کې نورو ته روزنه ورکوي
  • مظهر اقبال، بل نوم لری: ابو القامه – د پاکستان اوسیدونکي او د لشکر طیبه یو قومندانان

عکسونه د

Mumbai Attacks - English PDF
Mumbai Attacks - Baluchi PDF
Mumbai Attacks - Hindi PDF
Mumbai Attacks - Pashto PDF
Mumbai Attacks - Urdu PDF