تر تعقیب لاندې
هغه معلومات چې انصاف ته راولي...

محمد عبدالله ، خلېل حسېن الرحاېل

تر پنځو میلیونو ډالرو پورې

محمد عبدالله خلېل حسېن الرحاېل پسې په دې اړه حکومت گرځي چې د ١٩٨٦ مېلادی کال د سپتمبر په ٥مه د پان اېم ٧٣ لمبر پرواز د پاکستان د کراچی په هوايی مېدان کې برمته کیدو کې لاس درلود. دغه وگړی چې پورته ېې نوم ذکر شوېدی د لاندې تورونو له امله محکمی ته غوښتل شوېدی:

د متحده ایالاتو خلاف د تیري کولو دسیسه، له امریکا بهر، ددې هېواد د وگړو د وژلو دسیسه، له امریکا بهر، ددې هېواد د وگړو د وژنې هڅې، له امرېکا د متحده ایالاتو نه بهر، امرېکائېانو ته د زخمی کولو تاوان ور اړول؛ د متحده ایالاتو د اتباعو برمته کول؛ د جرم ترسره کولو پر وخت، دناریه وسلو استعمال؛ په الوتکه کې د تخرېبی وساېلو کېښودل؛ دېوه فرد خلاف په الوتکه کې د تشدد اومرگ ژوبلی دعمل سرته رسول؛ دالوتکی تښتول؛ الوتکی ته زېان ور اړول: مرسته کول او راپارول.

ودود محمد حافظ الترکی، جمال سعېد عبدالرحېم، محمد عبدالخلېل، حسېن الرحائېل، محمد احمد المنور د واشنگټن ډي سي په محکمه کی په دې تورن شوېدی چې د پان اېم د ٧٣ لمبر پرواز په برمته کولو کی چې د کال ١٩٨٦ د سپتمبر د میاشتی په ٥مه ئې لاس درلود. دغه الوتکه هغه وخت د پاکستان د کراچی ښار په مېدان کې ولاړه وه. وروسته له هغه چه دوی په دغه الوتکه کې ټول ٣٧٩ مساپران سپاره وو چه په کې ٧٨ امرېکايي اتباع وو، ١٦ ساعته په مېدان کې وساتله، الوتکه تښتونکو او ترهغی وروسته ېې بې له کوم توپېرنه په مساپرانو ډزې شروع کړلی. په دې ترڅ کې هغوی لږ تر لږه ٢٠ کسان ووژل او تر ١٠٠ نه زېات ئی زخمیان کړل. داسی گومان کېږی چې دا کسان د ابوندال ترورېستی ډلې غړي دی. دا ډله نړېواله ترهگره ډله گڼل شوېده.

عکسونه د

عکسونه د محمد عبدالله ، خلېل حسېن الرحاېل