دترهگرۍ اعمال
معلومات په ...

خبار د برجونو بم چاودنې

ظهران، سعودي عربستان | جون ۲۵مه، ١٩٩٦

د ١٩٩٦ کال د جون په ٢٥مه د سعودی د حزب الله گوند د خبار په ټاور کې ېوه تره گریزه حمله وکړه. دا حمله په سعودی عربستان کې، په دهران کې، د استوگنی په ځاې کی وه. په هغه وخت کی په دغه ځاې کې د امرېکا نظامی پرسونل واوسېدلو. ېوڅو شېبې وروسته له هغه نه چی له چاودونکېو مواودنه ډک موټر د دغه ځاې د موټرو درولو په ځاې کې ودرول شو، تیرورېستانو هغه وچاوه او په چاودنه کې نېژدی ودانی خرابه شوه. په دغه حمله کې د امرېکا د نظامی پرسونل ١٩ کسان او ېو سعودی ووژل شول. په همدی حْمله کې د نورو هېوادونو ٣٧٢کسان زخمیان شول.

د ٢٠٠١ کال د جون په ٢١مه د وېرجېنېا د الېگزاندری ستر منصفه هېئت څوارلس تیرورېستان د دغې حملی په اړه په رسمی ډول تورن کړل او محکمی ته ېې راوغوښتل. په دې کې احمد المغاسل، علی الحوری، ابراهېم الېعقوب، عبدالکرېم الناصر او څو تنه نور د ډېرو مختلفو جناېې تورنو له امله تورن شوی ول. د رسمی اتهامو له مخی په دغو څوارلسو تیرورېستانو کې نهه تنه د ۴٦ مختلفو جناېې اعمالو له امله متهم شوېدی. په دې جناېې اعمالو کې دا کارونه شامل دی: د دې کار لپاره دسېسه جوړول چې امرېکاېان او د امرېکا د حْکومت ماموران ووژل شی. د عامه تباهی وسلی استعمال شی. د امرېکا ملکېت تخرېب شی. بم چاودنی وشی او قتل وشی.

دعدالت لپاره د انعام پروگرام د داسې معلوماتو په بدل کې چې د دغې حملې د عاملینو د نیولو سبب شي، تر پنځو میلیونو ډالرو پورې انعام ورکوي