د کامیابۍ قیصې

خدافی جنجلاني

مړ شوی

خدافي جنجلاني هغه سړی وو چې د ابوسیا ف د ترهگرۍ ډلې په سترو مشرانو کې حسابېده. دغه سخت درېځه اسلامی ډله په فېلېپېن کې فعالېت کوي. جنجلاني د امريکايانو او فېلېپېنېانو په برمته کولو او وژلو کې لتاړ وو. دهغه نوم د مارتېن او گراسیا برنهم په برمته کولو کې یادېده؛ همدارنگه دامریکا د دوه نورو اتباعو د برمته کولو مسوول هم وو . پردې سر بېره، دی مستقېما ددوهامریکاییانو یعنی گېلرمو سوبورو او ېوه بل امریکايي تبعه د سرغوڅولو مسوول بلل کېږی. جنجلانی همدارنگه ډېرې حملی دامریکا د گټو خلاف پلان کړي اوعملي کړي یې دي. په خاصه توگه دی په مانېلا کې دامریکا د سفار ت خلاف، د سوپر فېری ١۴ مې او والنټاېن دورځې په بمي چاودنو او حملو کې لتاړ دی. په دې ټولو کې تقريبا په سلګونو بېگناه انسانان زخمي او یا وژل شوي دي.

د ٢٠٠٦ مېلادی کال د سپتمبر په مياشت کې څو زړه ورو فېلېپېنېانو دهغه په هکله د فېلېپېن وسله والو قواو ته معلومات ورکړل چې خدافی جنجلانی ووژني. ورپسې په څو راتلونکو میاشتو کې د جنجلاني د مرگ آوازې خپرې شوې خو تصديق کېدلی نشوې ځکه چې دهغه د مړي هويت د حکومت چارواکو تشخيص کړی نه وو. د ٢٠٠٧ ميلادي کال د جنوري په میاشت کې دوه کسانودجنجلاني د مړي د ځای په برخه کې معلومات راوړل. د امریکا د فدرالی ادارې مامورینو دهغه د مړي د ډي اېن اې معاېنه وکړه او ترهغې وروسته دا خبره تصدېق شوه چې جنجلانی په رېښتېا مړ شوېدی. هغه ټول معلومات چې دغو کسانو راوړل ډېر مهم و ځکه داېې تثبېت کړه چې هغه وو ژل شو او وروسته بېا دا ثابته شي چې دهغه مړی وپېژندل شي. دامریکا حکومت دهغوی د زړورتېا او معلوماتو په مقابل کې، د فېلېپېندغو اتباعو ته ټول پنځه میلېونه ډالره انعام ورکړ چې د فېلېپېن په پېسو ٢۴٥ میلیونه کېږی. دا انعام هغوی ته په یوه عمومي محفل کې ورکړ شو. د دغه محفل مشري دامريکا سفيرکوله او محفل د فېلېپېن د جولو په ټاپو کې د ٢٠٠٧ ميلادی کال د جنوری په اومه نېټه جوړ شوی و.

د ابو سېاف ډله د ١٩٩٠ د لسیزې په لومړیو کلونو کې د عبدالرازق جنجلانی په واسطه جوړه شوه. داسړی د خدافی جنجلانی مشر ورور و. عبدالرازق جنجلانی له اسامه بن لادن سره چې اوس مړ دی، په افغانستان کې ملاقات وکړ. په هغه وخت کې هغه د پخوانې شوروي اتحاد له قواو سره جگړه کوله. عبدالرازق جنجلاني له هغه نه متاثر شو او خپل بېلتون غوښتونکی اسلامي گوند یېجوړ کړ. هغه غوښتل چې د فېلېپېن له حکومت نه اسلامي سیمه بېله کړي. هغه خپل مرکز د فېلېپېن په جنوبي ټاپو کې بسیلان کې جوړ کړ. هغه د دغه گوند ASG په دې نیت جوړ کړی و چې په لوېدېز منېدناو، او سولو ارچېپلاگو کې به یو مستقل اسلامي دولت جوړوي. د ١٩٩٠ له لسېزې راهېسې، د ASG ډلې دامرېکا او فېلېپېن خلاف څوڅو ځلې بمونه وچول. په تېرو څو کلونوکې هم د ابوسیاف ډلې څو څو ځلي د برمتهکولو عملیات د دې لپاره سرته رسولي چې پېسې پېدا کړي. په دې لړ کې هغو په بهرنېو سېلانیانو او ځايي بډایو کسانو حملې کولې. د امريکا خارجه وزارت د ابوسیاف ډله ASG د یوې خارجي ترهگرې ډلې په توگه اعلان کړه . دا ډله لا تر اوسه پورې هم د فېلېپېن امنیت اوثبات ته یو خطر بلل کېږي.