تر تعقیب لاندې
هغه معلومات چې انصاف ته راولي...

جمال سعېد ، عبدالرحېم

تر پنځو میلیونو ډالرو پورې

د جمال سعېد عبدالرحېم پسې په دې خاطر تعقیب روان دی چې د ١٩٨٦ مېلادی کال د سپتمبر په ٥مه باندی یې د پان ایم الوتکه برمته کولو کی لاس درلود. د دغی الوتکی د پرواز لمبر ٧٣ وو او د پاکستان د کراچی په هوايی مېدان کې برمته شوی وه. دغه وگړی چې نوم ېې په پورته لېست کې شامل دی ؛ د لاندی تورونو په اړه محکمی ته غوښتل شوېدی:

د متحده ایالاتو خلاف د تیري کولو دسیسه، له امریکا بهر، ددې هېواد د وگړو د وژلو دسیسه، له امریکا بهر، ددې هېواد د وگړو د وژنې هڅې، له امرېکا د متحده ایالاتو نه بهر، امرېکائېانو ته د زخمی کولو تاوان ور اړول؛ د متحده ایالاتو د اتباعو برمته کول؛ د جرم ترسره کولو پر وخت، دناریه وسلو استعمال؛ په الوتکه کې د تخرېبی وساېلو کېښودل؛ دېوه فرد خلاف په الوتکه کې د تشدد اومرگ ژوبلی دعمل سرته رسول؛ دالوتکی تښتول؛ الوتکی ته زېان ور اړول: مرسته کول او راپارول.

ودود محمد حافظ الترکی، جمال سعېد عبدالرحېم، محمد عبدالخلېل، حسېن الرحائېل، محمد احمد المنور د واشنگټن ډي سي په محکمه کی په دې تورن شوېدی چې د پان اېم د ٧٣ لمبر پرواز په برمته کولو کی چې د کال ١٩٨٦ د سپتمبر د میاشتی په ٥مه ئې لاس درلود. دغه الوتکه هغه وخت د پاکستان د کراچی ښار په مېدان کې ولاړه وه. وروسته له هغه چه دوی په دغه الوتکه کې ټول ٣٧٩ مساپران سپاره وو چه په کې ٧٨ امرېکايي اتباع وو، ١٦ ساعته په مېدان کې وساتله، الوتکه تښتونکو او ترهغی وروسته ېې بې له کوم توپېرنه په مساپرانو ډزې شروع کړلی. په دې ترڅ کې هغوی لږ تر لږه ٢٠ کسان ووژل او تر ١٠٠ نه زېات ئی زخمیان کړل. داسی گومان کېږی چې دا کسان د ابوندال ترورېستی ډلې غړي دی. دا ډله نړېواله ترهگره ډله گڼل شوېده.

عکسونه د

عکسونه د جمال سعېد ، عبدالرحېم