تر تعقیب لاندې
هغه معلومات چې انصاف ته راولي...

حسېن محمد العمري

تر پنځو میلیونو ډالرو پورې (5)

دامرېکا خارجه وزارت دهغه په سر باندی د معلوماتو ورکولو لپاره د پنځه میلېونو ډالرو انعام اېښی دی، چې حسېن محمد العمری ېا ونېول شی او ېا محکوم شی.

حسېن محمد العمری پسی د امرېکا د فډرالی تحقیقاتو اداره یا اېف بی آی گرځی. په هغه داتور لگېدلی دی چې د ١٩٨٢ کال د اگست په ١١مه ېې د پان امرېکن ورلډ اېروېز د ٨٣٠ لمبر پرواز په بم چونه کې لاس درلود. ېو مساپر پکی ووژل شو او ١٦ زخمي شول. هغه د ٢٦٧ مساپرانو او الوتکی د عملی د مرگ هڅه کوله. العمری د هغو دری کسانو په جمله کی دی چې د تره گریزه اعمالو له امله محکمی ته غوښتل شوېدی. په العمری باندی دا تور دی چې هغه بم چې په دغه الوتکه کې وچاود، هغه همده جوړ کړی وو . الوتکه د جاپان له نارېته نومی سېمی نه، د هاوايي، هانولولو ته روانه وه.

په العمري باندی د امرېکا د واشنگټن ډي سي په ېوه محکمه کې داتورونه ولگېدل: ا. پر ملکیت باندې د یرغل او د هغه د ویجاړولو دسېسه ٢. د قتل دسیسه؛ ٣. قتل کول؛ ۴. د الوتکی تخرېبول؛ ٥. هغی الوتکی ته زېان رسول چې په بهرنی هېواد کې د تجارتی گټی لپاره استعمالېدله؛ ٦. په الوتکه کې د بم اېښودل؛ ٧. برېد کول؛ ٨. په الوتکه کې د تخرېب هڅه کول؛ ٩. مرسته کول، او پارول. په ١٩٩٨ م کال کې د هغه د دسېسی شرېک محمد رشېد چې بم ېې په الوتکه کې اېښودلی وو ، ونېول شو او امرېکا ته راوستل شو. هغه په خپله گناه اعتراف وکړ چې په بم چاودنه کې ېې لاس درلود او د خپل خواست د ېوې برخی په توگه ېې د همکاری تړون لاسلېک کړ.

داسی گومان کېږي چې هغه ډېر ماهر بم جوړوونکی دی. ېو ځل «د می د ١٥ » د تره گریزه ډلی مشر وو . په العمری پسی د فرانسی حکومت په دې اړه گرځی چې د مارکس او سپنسر په نامه ېې په ېوه ستره مغازه او لېومی بانک کې، د پارېس په ښار کې بم چاودلی وو .

العمری ښايي د لبنان پاسپورت لري ، دهغه مېرمن په همدغه ځاې کې اوسېږي. هغه دوه زامن او دوه لوڼې لري. هغه د څو کلونو لپاره په عراق کې اوسېده. خو اوس د هغه د اوسېدو ځای معلوم ندی. دا ممکنه ده چی هغه به په عراق ېا لبنان کې اوسېږي. رپوټونه وايی چې هغه هر وخت په سفر کې وی او تومانچه ورسره وي. پکار ده چې هغه په وسله سنبال او خطرناک وگڼل شی.

اضافی عکسونه د

حسېن محمد العمري