تر تعقیب لاندې
هغه معلومات چې انصاف ته راولي...

حامد الخیری

تر پنځو میلیونو ډالرو پورې (5)

حماد الخیری په مغربی افریقی کښې د وحدت او جهاد د یو ترهګریزه ډلې تحریک بنسټی غړۍ او مشر دۍ (MUJWA، چې په MUJAOاو TWJWAپه نوم پیژندیژی). د خیری په مشرۍ کښې د MUJWA غړی د تښتونې، ترهګریزه حملو او د بهارملکی ډپلوماټو د تښتونو عملیات تر سره کړی وو. خیری په اپریل ۲۰۱۲ میلادی کال کښې په مالی کښې د الجیریا اووه ډپلوماټو د تښتونی زمه واری اغستلې وه او د هغه ټول خلک چې د ډلی بر خلاف وو لپاره تهدیدونکی ویډیوګانو کښې ښکاره شوۍ دۍ. په جنوری ۲۰۱۲ میلادی کال کښې MUJWA دا وینا وکړه چې د هغی هدف “په ټول مغربی افریقه کښې د شرعی قانون نفاذ” وو.

په MUJWA کښې د هغه د مشری کردار لومړۍ، الخیری د AQIM یو غړۍ وو چې د موریتانیا بر خلاف ترهګریزه عملیاتو منصوبه یی کوله. په اکتوبر ۲۰۱۱ میلادی کال کښې خیری په الجیریا کښې د درې یوروپی مرسته کوونکو د تښتونې امر وکړو چې پکښې دوه تنان په ټوپک ډزو سره ټپیان شول. خیری په دسمبر ۲۰۱۲ میلادی کال کښې د انتظامی امر ۱۳۲۲۴ لاندې یو ترهګر وټاکلۍ شو.

MUJWA په ستمبر ۲۰۱۱ میلادی کال کښې القائیده د اسلامی مغربی ځمکې یو څانګې په ډول تخلیق شوۍ وو چې په مغربی افریقه کښې ترهګریزه عملیاتو له دوام ورکړی. MUJWA ډیر بریدونه او تښتونې کړی دی چې پکښې په مارچ ۲۰۱۲ میلادی کال کښې د تمانراسټ، الجیریا کښې یو ځان مرګی برید وکړو چې پکښې ۲۳ تنان ټپیان شوی وو. MUJWA د کنیډې د سفیر او د یو این غړۍ رابرټ فولر د تښتونې زمه واره هم اغستلې ده. متحده ایالاتو په اووم دسمبر ۲۰۱۲ میلادی کال کښې MUJWA په خاصه توګه ترهګرۍ لپاره جوړه شوی ډله وټاکله او په پینځم دسمبر ۲۰۱۲ میلادی کال کښې یو این د القائیده باندې د پابندیانو لګولو کمیټۍ MUJWA د AQIM سره د تړون په اړه درج کړۍ شوه.