د کامیابۍ قیصې

اېډگر نېوارو

مړ شوی

په ٢٠٠٣ کال کې د فبروری په مېاشت کې تامس هاوز، کېت ستانشل او مارک گونزالوس د فارک FARC د سازمان له خوا نه هغه وخت برمته شول چې د هغوی الوتکه د کولمبېا په ځنگله کې ولوېدله. د برمته کونی په دغه پېښه کې د فارک برمته کوونکو د الوتکې دوه نور مسافران ووژل. ېوامرېکا ېې تبعه تامس جېنز او بل د کلمبېا تبعه جراج لووېس السېدز کروز وو .

د ٢٠٠٣ کال د اکتوبر په نه لس اېډگارگوستاو نوارو چې په الماچو مشهور وو او Teofilo Forero Mobile Column دمتحرکی قطعی قوماندان وو . دا قطعه د کلمبیا د انقلابی وسله والو پوځونو (FARC) ېوه برخه وه. دا سړی د کلمبېا له پوځ سره په ټک او ټوک کې ووژل شو. د نوارو وژل د درې مخبرانو د معلوماتو په واسطه ممکن شول. دهغوی انگېزه د انعام اخېستلوو. ددغه معلوماتو په واسطه د کولمبېا عسکر د TFMC کمپ ته ورغلل او هلته ېې ېو پر بل ډزې وکړی. د ٢٠٠۴ کال د اپرېل په مېاشت کې هرېوه مخبر ته د هغوی د دغو معلوماتو په مقابل کې چې د اېډگر نوارو د ځای د معلومولو اومرگ سبب شول دری سوه زره ډالره ورکړل شول. نوارو باندی دا شک کېده چې دهغو دری امرېکائېانو په برمته کولو او وژلو کې لاس لری چې پاس ېې ېادونه وشوه.

له ١٩٩٧ کال راهېسی دامرېکا خارجه وزارت د فارک سازمان د ېوه تره گریزه گوند په توگه پېژندلی دی. فارک غواړی چې د خپل هېواد له حکومت اوهغو کسانو سره چې د دوی نظرېه ور سره نه منی د زور اومرگ ژوبلی له لارې اونورو جناېې فعالېتونو په واسطه مقابله وکړی. دغه سازمان لږ تر لږه د ١٩٦٠ له لسېزې نه راپه دې خوا د امرېکا خلاف له تشدد نه ډک اعمال سرتهرسوی. د ١٩٩٨ کال په مارچ کې ېې ووېل چې د امرېکا ټول چارواکی زمونږ د مشروع نظامی عملېاتو هدف دی. د فارک FARC سازمان د مخدره موادو له قاچاق نه علاوه، له خلکونه په زورپېسی اخلی، د امرېکا هغه اتباع برمته کوی او وژنی ېې چې ېا په کلمبېا کې او ېا شاوخوا نورو گاونډېو هېوادونو کې کار کوی او ېا نورې تجارتی اوکاروباری اړېکی ورسره لری.