تر تعقیب لاندې
هغه معلومات چې انصاف ته راولي...

ابو بکٙر البغدادی (Abu Bakr al-Baghdadi)

تر پنځه ویشت میلیونو ډالرو پورې

ابو بکَر البغدادی، چې د ابوداوود او ابراهیم اواد ابراهیم علی البدری په نامه هم پیږندلې کیږې د عراق او شام د اسلامي دولت ترهګریزې ډلې (آئی ایس آئی ایل) لوړ پوړي مشر دی. د البغدادی له طرفه خطره د هغه وخته ډیره زیاته شوه چې کله د بهرنیو چارو وزارت په ۲۰۱۱ میلادی کال کې د هغه د ځایی، د نیولو یا محکومیت په هلکه معلومات تر لاسه کولو په عوض $۱۰ میلیون انعام ورکولو اعلان وکړو. په جون ۲۰۱۴ میلادی کال کې، آئی ایس آئی ایل (چې د دائیش په نامه هم یادیږې) د سیریا او د عراق څه حصې کنترول ترلاسه کړو، د اسلامي خلافت یی اعلان وکړو او البغدادی یی خلیفه اعلان کړو. په وروستيو کلونو کې، آئی ایس آئی ایل د جهادی ډلو او د ټولې نړۍ افراطي کسانو سره اتحاد هم تر لاسه کړی دی، او په متحده ایالاتو باندې بریدونو شوروع کړې ده.

د البغدادی لاندې، آئی ایس آئی ایل په منځني ختيځ کې د زرګونو ملکي خلکو د وژلو زمه وار دی، بشمول د ګڼ شمېر جاپانی، برتانیې او د متحده ایالاتو خلکو وحشیانه وژنه. د ۲۰۱۱ میلادی کال راسې البغدادی د ډیرو شمیرو ترهګریزه بریدونو زمه واری اغستی ده، چې پکې زرګونو عراقی کسان وژلې شوې دی. دې ډلې د خپل ځانی اعلام شوې سرحد هاخوا هم ډیرې ترهګریزه بریدونو پيل کړی دی. په نومبر ۲۰۱۵ میلادی کال کې په بیروت کې دوه آئی ایس آئی ایل ځانمرګي بريدونو ۴۳ کسان ووژل او ۲۳۹ نور یی ټپیان کړه. په همغه میاشت کې آئی ایس آئی ایل په پیرس کې اووه همغږي بریدونه وکړه – لږترلږه ۱۳۰ تنان وژلې شوې او د ۳۵۰ زیات کسان ټپیان شو. په مارچ ۲۰۱۶ میلادی کال کې آئی ایس آئی ایل ترهګرانو په برسلز کې لږ تر لږه ۳۴ تنان ووژل – بشمول سلور امریکائی کسان – او د ۲۷۰ له زیات کسان یی ټپیان کړه.

البغدادی د بهرنیو چارو وزارت له خوا یو مخصوص ټاکلې شوی نړیواله ترهګریزه (ایس ډی جی ټی) په توګه د ۱۳۲۲۴ اجرائيه امر وړاندی ټاکلۍ شوی دی. هغه په متحده ایالاتو امنیتی کونسل آئی ایس آئی ایل (دائیش) او القائده د بندیزونو کمېټې کې هم ذکر شوې دی.

عکسونه د

Baghdadi Poster 1 - English
Photo of Abu Bakr al-Baghdadi