د بریالتوب کيسې

د انصاف لپاره دانعام پروگرام د ١٠٠ میلیونو ډالرو نه زیات انعام د ٦٠ تنو نه زیاتو هغو کسانو ته د داسې معلوماتو په بدل کې ورکړي دي چې دنړېوالو تروریستي اعمالو مخنېوی ئې کړی او یا ئې عدالت ته د داسی کسانو په سپارلو کې مرسته کړې چې د مخکینېو تروریستي اعمالو کی لتاړ وو.

هغه زړه ور کسان چې له معلوماتو سره را وړاندې کېږي هغوی دا مرسته هم کړې ده چې د تروریستي اعمالو مخه ېې نېولې ده او ېا ېې تروریستي حملې شنډې کړي دي:

  • دفارس د خلېج د جنگ په وخت کې، دختېځې آسیا د یوهېواد یو زړه ور سړی چې د یو لړ تروریستی حملو په باب یې معلومات درلودل، مخ ته راغی او د پلان شویو تروریستي حملو حیرانوونکي معلومات ئې ورکړل. تروريستانو خپل اهداف ښه په غور کتلي اومعلوم کړي وو. اټومي وسلې، چاودیدونکي مواد او لاسي بمونه یې همورته برابر او راټول کړي وو. دغه مخبر سړی ېوازې۴٨ساعته مخکې له دې چې د دغو پلان شویو حملو لومړئ حمله تر سره شي، د هغو په باب ئې معلومات راوړل. دا داسې معلومات وو چی د تروریستانو دپلان په شنډولو کې ډېر موثر وو. دغه حملې شنډې شوې او دغه ځوان سړي ېو غټ انعام واخيستو. دهغه کورنۍ یوه خوندي ځای ته انتقال او هلته ځای په ځای شوه. د دغو معلوماتو په ورکولو سره دغه سړي د سلگونو انسانانو ژوند هم له مرگه وژغورل.
  • په یوه بله پېښه کې یوه ځوانه ښځه دهغو کسانو په برخه کې له معلوماتو سره راغله چې یوه الوتکه یې برمته کړې وه او سورلۍ یې په وحشیانه ډول وهلې وو. هغې وویل چې هغه په دې برخه کې ډېر قوي احساس لري چې انصاف تامين شي. د برمته کوونکو مشر امريکا ته بیرته راوستلۍ شو او د هوایي داړه مارۍ په جرم زندان ته وغورځولۍ شو. دغې ځوانې ښځې ته د ترهگرۍ سره دمبارزې لپاره انعام ورکړل شو.
  • ېوې بلې ښځې چې د یوه امریکایې دېپلومات د وژلو وحشیانه صحنه یې لېدلې وه او د یوه خارجې پوهنتون شاگرده وه، مونږ ته یې معلومات راکړل. دهغې د معلوماتو له مخې هغه دوه حمله کوونکي په عمري قید محکوم شول. دغه شاگرده او دهغې کورنۍ یوه خوندي ځای ته بوتلل شول او یو غټ انعام ورکړل شو.