هغه سوالونه چې څو څو ځلي پوښتل شوي دي

  • آیا تاسې د انصاف لپاره انعامونو [آر اېف جۍ] په باب معلومات ورکولی شئ؟

    آیا تاسې د انصاف لپاره انعامونو [آر اېف جۍ] په باب معلومات ورکولی شئ؟

    • آر ایف جۍ، د امریکې د بهرنیو چارو وزارت تره ګرۍ سره د مبارزې د انعام پروګرام، د کامبیټ انټرنیشنل ټیریریزم د ۱۹۸۴ امر، عمومی قانون ۹۸-۵۳۳ (تدوین شوي په ۲۲ یو ایس سی ۲۷۰۸) ته تاسیس شوی وو. چې د د بهرنیو چارو وزارت د دیپلوماتیک امنیت دفتر، آر ایف جۍ هدف دا دی چې نړیوالې تره ګرۍ ته انصاف راوړی او د امریکائی خلکو یا ملکیت د تره ګرۍ هر قسم اقدام څخه وساتی. د دې پروګرام لاندې، د بهرنیو چارو وزیر دا اختیار لری چې د هغه کس لپاره د انعام اعلان وکړی چې کوم د هغه کس په اړه چې کوم امریکې د کسانو یا ملکیت بر خلاف نړیواله تره ګړی هڅه کوی، مرسته کوی، پلان کوی یا یی ارتکاب کوی، داسې معلومات راکړی چې هغه ونيولې شي یا محکوم شی. چې په دې لار، داسې اقدامونو مخنیوی وشی چې کوم د تره ګړانو لوړ مشر تشخيص يا موقعيت تر لاسه کوی یا د تره ګړۍ د ملی معاونت ګډوډوي.

      انصاف لپاره د انعام اداره په خپله وېبپاڼه کې د خپلو هغو مامورانو د نومونو لېست خوندي ساتلی دی چې اوس برحاله دي. ددغې وېب پانې پته داده : www.rewardsforjustice.net دعدالت لپاره انعامونو د د پروگرام زیاتره انعامونه تر پنځو میلیونو ډالرو پورې دي. خو سره له دې هم د انعام اندازه له یومیلیون نه ښکته هم کیدلی شي او تر پنځه ویشت میلیونو پورې همرسېدلی شي. پردې سر بېره د آر اېف جۍ داسې انعامونه هم ورکولی شي چې تردې مخکې پرې انعام نه وي ورکول شوی. خو شرایط یې باید مناسب وي.

      د آر اېف جۍ له پېل راهېسی تراوسه پورې ١٠٠ میلېونه ډالره تر ٦٠ نه زېاتو کسانو ته ورکړي دي. او دا پیسې په داسې معلوماتو ورکول شوي دي چې نړېوال تروريستي اعمال یې شنډ کړي دي. او یا یې دا مرسته کړیده چې هغه دهشتگر یا تروریستان عدالت ته راکش کړي چې د ترهگرۍ په مخکېنېو اعمالو کې لتاړ وو.

  • آر اېف جۍ څومره موثر دی؟

    آر اېف جۍ څومره موثر دی؟

    • د آر اېف جۍ پروگرام په اړه ېو شمېر منابعو داسې معلومات راوړي دي چې یا یې د امریکا خلاف د ترهگرۍ مخه نیولې ده او ېا یې له دې سره مرسته کړېده چې دامریکا د گټو خلاف د نړېوالې ترهگرۍ اعمال شنډ شوي دي او د دنیا ډیر بد نام تروریستان یې عدالت ته کش کړیدی. ددغو هلو ځلو له امله د بې شمېره بې گناهو خلکو ژوند خوندي پاتې شوی دی.

      د مثال په توگه په عراق کې د صدام حسین د زامنو عدي حسین او قصی حسین پر سر باندی د انعامونو له اعلان نه اتلس ورځی وروسته، یو څوک راغی او دهغوی داستوگنې د ځای په باب یې معلومات راوړل. یوه بله پېښه چې کامیابي یې ډېره مشهوره ده هغه د رمزي یوسف نیول کیدل دي. رمزي يوسف هغه سړی دی چې په ١٩٩٣ مېلادي کال کې په بمونو باندی د نړېوال تجارتی مرکزپه چاودونو کې لتاړ وو. دهغه د اوسېدلو ځای په ١٩٩٥ مېلادي کال کې هغه وخت معلوم شو چې یو څوک په خپله راغی او معلومات یې د آر اېف جۍ ته ورکړل.

  • تاسې انعام ورکول په څه ډول اعلانوئ؟

    تاسې انعام ورکول په څه ډول اعلانوئ؟

    • د عدالت لپاره دانعام له وېب پانی نه علاوه مونږ له پوسترونو، د گوگړو په قوطېو، او د داسی اعلانونو له لارې چې په راډېو او اخبارونو کې کېږی او انټرنېټ نه د معلوماتو دخپرولو لپاره کار اخلو. ددې ترڅنگ مونږ له نورو مناسبو لارو چارونه هم کار اخلو چې دهغو په واسط هغه ترورویستان چې پر امریکا د حملو مسوولیت لري، عدالت ته وسپارل شي.
  • تاسې د انعام د ورکولو په برخه کې کوم معلومات خپروئ؟

    تاسې د انعام د ورکولو په برخه کې کوم معلومات خپروئ؟

    • ددې پروگرام یو مهم خصوصېت دا دی چې مونږ داخبره یقیني کوو چې هغه څوک چې زمونږ دانعام ورکولو پروگرام ته معلومات راکوي، هغوی خلک په کلکه محرم وساتو. تردې لاهم مهمه خبره داده چې مونږ دهغو کسانو نومونه نه څرگندوو چې د انعام پېسی یې اخېستي دي. معمولاٌ داهم نه څرگندوو چې انعام ورکړل شوی دی. په یو شمېر داسې قضایاو کې چې اهمېت یې ډېر اوچت وي،مونږ به د انعام د ورکولو اعلان وکړو خو دا معلومات به ورنکړو چې چا څه معلومات راکړيوو.
  • آیا تاسې د انعام د ورکولو په باب خاص تفصیلات خپرولی شئ؟

    آیا تاسې د انعام د ورکولو په باب خاص تفصیلات خپرولی شئ؟

    • تراوسه پورې تر ټولو غټی پېسی دېرش میلېونه ډالره وې چې هغه چاته ورکړل شوي چې دهغه د معلوماتو پر بنا، د ‏عدی او قصی حسين د پټیدو ځایونه وموندل شول.

      په فیلیپین کې د آر اېف جۍ ورکولو څلور ښکاره مراسم تر سره شوي دي. تر ټولو تازه مراسمه په ٢٠٠٧ میلادي کال کې د جون په اوومه نېټه ترسره شول او په دغو مراسمو کې ټول انعامونه لس میلیونو ډالرو ته رسېدل. له کوم وخت راهېسی چې دا پروگرام پېل شوی دی دا تر ټولو زېاتې پېسې وې چې په ېلېپېن کې تراوسه پورې ورکړل شوي دي.

  • که چېرې تاسې د انعامونو په برخه کې په عمومی ډول تفصیلات نشئ خپرولی، نو څنگه به مونږ ډاډه شو چې تاسی یقیناٌ انعام ورکړی دی؟

    که چېرې تاسې د انعامونو په برخه کې په عمومی ډول تفصیلات نشئ خپرولی، نو څنگه به مونږ ډاډه شو چې تاسی یقیناٌ انعام ورکړی دی؟

    • لکه څنگه چې مخکی ېادونه وشوه، آر اېف جۍ په ځېنی وختونو کې د ځېنی ډېرو معتبرو او مهمو انعامونو دورکولو په باب، یو څه محدود اعلانونه کوي. مونږ دامریکا کانگرس ته هم یو محرمانه رپوټ وروسته له هغه نه ورلېږو چې دانعام پېسی چا ته ورکړل شي.
  • کوم ډول معلومات د انعام وړ گڼل کېږي؟ تاسې په کوم ډول معلوماتو پسی لټه کوئ ؟

    کوم ډول معلومات د انعام وړ گڼل کېږي؟ تاسې په کوم ډول معلوماتو پسی لټه کوئ ؟

    • هر څوک چې مونږ ته داسې معلومات راکړي چې د هغه پر اساس مونږ داسې عملیات وکړای شو چې یا له دې سره مرسته وکړي چې دترهگرۍ مخه ونیسي او یا د نړېوالې ترهگرۍ ستونزه په مناسب ډول حل کړي، نو هغه سړی چې د نړۍ په هر گوټ کې وی نو هغه د انعام مستحق دی.

      د مثال په توگه که چېرې یو ترهگر یا د ترهگرۍ په پلان جوړولو کې لتاړ وي او د پلان په عملي کولو لگېا وي او دترهگرۍ دا پلان د امریکاییانو او یا د امريکا د شتمنېو او ملکیتونو خلاف وي او د چا د معلوماتو پر بنا دا ترهگر یا ونیول شي او یا محاکمه شي، نو دا معلومات ورکوونکی به دانعام مستحق وي.

      پر دې سر بېره، هر هغه څوک چې کوم د ترهگرو د مهم مشر دهویت او یا استوگنی ځای په باب معلومات ولري او یا د کومې نړېوالې ترهگرۍ موسسې په باب معلومات ولري او هغه معلومات مونږ ته راکړي نو هغه به د انعام مستحق وي. د هغو کسانو په برخه کې د معلوماتو ورکولو لپاره هم انعام ورکول کېږي چې هغوی د مخدره موادو قاچاق کوي او یا د نړېوالې ترهگرۍ د عملیاتولپاره مالي مرستې برابروي. یا د هغوی لپاره پیسې ټولوي چې دترهگرۍ موسسې پرې خپلو کارونو ته دوام ورکړي او یا یې ملاتړ وکړي.

      خو سره له دې هم دهغو قوانینو پر بنا چې دغه پروگرام پرې چلېږی، دامريکا ایالتي او یا ځايې او یا خارجي حکومتي ماموران په عمومی ډول د دې مستحق نه دي چې انعام واخلي. که څه هم هغوی داسې معلومات برابر کړي چې هغه یې په رسمي وخت کې نه دي پېدا کړي.

  • که چېرې یو څوک خپل ژوند له خطر سره مخامخ کړي او د یوه ترهگر په برخه کې معلومات وکړي او وروسته ورته معلومه شی چې خپل ژوند یې له خطری سره مخامخ کړی دی، آیا د آر اېف جۍ هغه/هغې ته امنېت برابرولی شي؟

    که چېرې یو څوک خپل ژوند له خطر سره مخامخ کړي او د یوه ترهگر په برخه کې معلومات وکړي او وروسته ورته معلومه شی چې خپل ژوند یې له خطری سره مخامخ کړی دی، آیا د آر اېف جۍ هغه/هغې ته امنېت برابرولی شي؟

    • لکه څنگه چې پاس پرې بحث وشو د آر اېف جۍ په پروگرام کې محرمیت یا د راز ساتنه یوه بنیادي او اساسي خبره ده. آر اېف جۍ په ټينگه د هغو کسانو هویت د یوه راز په توگه پټ ساتي چې مونږ ته د یوه انعام په مقابل کې معلومات راکوي او دا چې چا ته د انعام پېسې ورکول کېږي. پردی سر بېره، دمعلوماتو ورکوونکي ته او یا دهغه یا هغې کورنۍ ته ښايي د دې زمینه برابره کړایشي چې بل خوندي ځای ته انتقال شي. خو د دې خبرو فیصله به د هرې قضیې د نوعیت په نظر کې نیولو سره وشي.
  • افرادو ته پېسې څنگه ورکول کېږي؟

    افرادو ته پېسې څنگه ورکول کېږي؟

    • د هر انعام د ورکولو او اندازې فیصله د هماغې قضيې په نظر کې نیولو سره کېږي. د انعام دورکولو بهیر په لاندې ډول دي:

      اول خو چې څوک د انعام لپاره مستحق گڼل کېږي، دهغه په باب پرېکړه به دامریکا د تحقیقاتو اداره لکه د دفاع وزارت او یا دفدرالي تحقیقاتو اداره FBI یا په خارج کې دامریکا سفارت کوي. اوله به په دغو ادارو کې یوه د انعام لپاره څوک وټاکي. وروسته به په دغه اداره کې دننه یوه کمیټه د دغې پرېکړې په باب د نورو معلوماتو ارزونه کوي. که چېرې دا کمیټه دې نتېجې ته ورسېږيچې دا سړی د انعام مستحق دی، نو بیا سپارښتنه کوي چې خارجه وزیر دې دغه انعام منظور کړي.

      ددغې کمیټې سپارښتنه خارجه وزیر په دې نه مکلفوي چې حتماٌ به دا کار کوي. د خارجه چارو وزیر په دې برخه کې بشپړ اختیار لري چې دا ټاکل شوی انعام منظور کړي او که نه. او هغه د قانون په چوکاټ کې د انعام اندازه بدلولی شي.

      که چېرې په کومه موضوع کې د فدرالي جنایي قانون د صلاحیت مسئله موجوده وي، نو خارجه وزير به له دې نه مخکې چې هغه ته پیسې ورکړي شی ، د لوی څارنوال د توافق پوښتنه کوي.

  • د انعام د پیسو اندازه څنگه ټاکل کېږي؟

    د انعام د پیسو اندازه څنگه ټاکل کېږي؟

    • د انعام د ورکولو اندازه په څو عواملو پوره اړه لري. په دې کې دا عامل هم شامل دی چې د تروریست لخوا هغه ته څومره خطر متوجه دی. خو عوامل په دې پورې محدود نه دي. د خطر یا ژوبليدو شدت څومره دی یا دامریکا یو شخص او ملکیت ته ‏خطر څومره دی. د ورکړل شویو معلوماتو ارزښت څومره دی. د هغه ‏خطر اندازه چې د معلوماتو ورکوونکي او ېا د هغه / هغې کورنی تهمتوجه دی. وروستی خبره دا ده چې د معلوماتو ورکوونکی ترکومی اندازې پورې په تحقیقاتو کې او یا محاکمه کې همکاري کوي.
  • آیا آر ایف جۍ څوک د انصاف لپاره د انعامونو لسټ نه لرې کړۍ دې؟ که چرې کړۍ دې نو څوک او ولې؟

    آیا آر ایف جۍ څوک د انصاف لپاره د انعامونو لسټ نه لرې کړۍ دې؟ که چرې کړۍ دې نو څوک او ولې؟

    • هو، د انصاف لپاره انعامونو پروګرام په یو څو کالو کښې د ډیرو مشکوکانو نومونه لری کړی دې، په شمول بیت الله مصعود، د بالی بمبار دولمتین، اسامه بن لادن، اتیه عبدالرحمن او فضل عبدالله محمد. د آر ایف جۍ د لسټ نه د مشکوک نوم لرې کیدلو ډیر دلیلونه کښدې شې، په شمول دا چې ښايي چې هغه د قانون پيل کول او يا د امنيتي ځواکونو تر لاسه شوي وي یا د واك لرونكو رسميسرچينو په اړه باورييه وژل شوي دي.
  • آیا تاسې د انصاف لپاره د انعام د پیسو په باب تفصیلي معلومات ورکولی شئ؟

    آیا تاسې د انصاف لپاره د انعام د پیسو په باب تفصیلي معلومات ورکولی شئ؟

    • هغه انعامونه چې د انصاف د تامين لپاره ورکول کېږي، د هغو بو دجه غیر حکومتي او غیر انتفاعی وو چې لمبر ېې ۵۰۱ (سی)(۳) ‎ دی. هغه خیریه موسسې چې یواخېنۍ اړېکې یې د امریکا د خارجه وزارت د عدالت لپاره د انعام له پروگرام سره په دې خاطر وو چې د امريکا د متحده ايالتونو د دولت لپاره شخصي پېسې او اعانې پدې مقصد راټولې کړي چې د هغو دهشتگرو اوتروریستانو د تشخیص او نیولو لپاره ترېنه کار واخېستل شي چې په امريکا کې دننه او بهر فعالیت کوي. د انصاف د تامين لپاره د انعامونو ، د پروگرام بودجه د یو شمېر امریکایې اتباعو له خوا برابرېږي او اداره کېږي. دغې ډلې د ۲۰۰۱ مېلادي کال د سپتمبر له یوولسمې نېټې له تروريستي حملو نه لنډ وخت وروسته له خارجه وزارت سره اړیکې ټېنگې کړي او د دې خبرې منظوري يې ترېنه وغوښتله چې له عامو خلکونه د اعانې په ډول پېسې راټولې کړي. دغه بودجه انصاف د تامین لپاره د انعامونو پروگرام ته جاېزه برابروې. د ۱۱ ستمبر وروستو یو څو کالو پورې مرسته کولو نه پس، دا پیسې په اګست ۲۰۰۸ کښې محلول کړۍ شوې.
  • د انعام ورکولو د اعلان په سبب، آیا تاسې هغه کسان نه تشوېقوئ چې د جنایت کارانو په نیولو پسې گرځي؟

    د انعام ورکولو د اعلان په سبب، آیا تاسې هغه کسان نه تشوېقوئ چې د جنایت کارانو په نیولو پسې گرځي؟

    • مونږ هغه شخصي او غیر حکومتي اشخاص بالکل نه تشویقوو چې د پیسو لپاره د تروريستانو په نیولو پسې وگرځي. د دې په ځای د انصاف د تامين لپاره د انعامونو پروگرام داسی معلوماتو ته انعام ورکوي چې د حکومت له چارواکو سره مرسته وکړي چې د دغسی کسانو ځايونه معلوم کړي او توقیف يي کړي او سزا ورکړي.
  • که زه وغواړم چې معلومات درکړم نو اول له چا سره رابطه ټېنگه کړم؟

    که زه وغواړم چې معلومات درکړم نو اول له چا سره رابطه ټېنگه کړم؟

    • هغه کسان چې معلومات لري، پکار ده چې هغوی د خپلو امنيتی چارو سېمه ئېزه اداری کومې هم اقربۍ امريکا د قونسلگرۍ یا سفارت ته نېژدی وي، خبره کړي. یا دې د فدرالي پولېسو اداره خبره کړي او یا دې په دې نومره معلومات ورکړی:<

      د لېک لېږلو پته : RFJ Washington D.C. 20522-0303, USA

      په لاندېنۍ شمېره باندی وړیا ټېلېفون کولی شئ: 1-800-US-REWARDS

      Email: [email protected]

  • زه غواړم چې له تاسې نه اجازه وغواړم چې هغه مواد چې ستاسې په وېب پاڼه کې دي، هغه په خپلو لیکنو او خپرونو کې وکاروم.

    زه غواړم چې له تاسې نه اجازه وغواړم چې هغه مواد چې ستاسې په وېب پاڼه کې دي، هغه په خپلو لیکنو او خپرونو کې وکاروم.

    •  

      ترهغه وخته پورې چې د خپرولو حق محفوظ ساتلو اشاره ورته شوې نه وي، دا معلومات د عامو خلکو په اختیار کې وی نو کېدلی شی چې پی دی ویب پاڼه او د دی معلوماتو بیرته چاپ، پرلیکه اوکړی یا د آر اېف جۍ له اجازې نه پرته بیا خلکو ته چاپ شي او یا په کوم بل ډول استعمال شي. زمونږ غوښتنه داده چې RFJ تاسې د دغو معلوماتو د اصلي سرچینې په توگه یاده کړئ. دا بهمناسبه وي چې په دې برخه کې تاسې دمعلوماتو، یا دعکس او یا لېکوال د نوم حواله هغه چاته ورکړئ چې ورپورې منسوب وي.

      که چېرې پر یوه عکس باندی د چاپ د حق د خوندی ساتلو حواله موجوده وی او په نورو موادو باندی داسی کومه نښه وی نو پکارده چې ددې موادو د بېا خپرونې لپاره له اصلي منبع نه اجازه واخېستل شي. پردی سربېره تاسې باید په دې خبر واوسي چې،‏‏ 18 U.S.C. 713 ‏‏ ‎ لمبر جنايي قانون د امريکا د متحده ایالاتو د ستر نښان د استعمال مخنیوی کوي او هغه د ځېنی خاصوشرایطو سره په دغه څانگه کې ‏ذکر شوی دی. په همدې اساس مونږ سپارښتنه کوو چې تاسې مخکې له دېنه چې دغه ستر نښان استعمال کړئ، له قونسل سره سلا مشوره وکړئ.